د خیبرپښتونخوا په ټانک کې د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او پینځه زخمیان شوي دي.
د ټانک ضلعې یو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۶مه سهار د ګومل په کوټ حکیم سیمه کې د پوځ موټر روان وو چې پرې د ماین چاودنه وشوه.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۲مه هم د ګومل تاڼې د پولیسو بکتربند ګاډی تر سړک غاړې د ښخ بمي برید ښکار شوی وو.
له پېښې وروسته پولیس چارواکو ویلي وو چې په چاودنه کې د ګومل تاڼېدار او د هغه مرستیال (ایډېشنل اېس اېچ او) په ګډون شپږ سرتېري وژل شوي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کوي.
خو عین وخت کې د بېلا بېلو سیمو خلکو په دې عملیاتو کې د عام ولس وژل کېدو او ټپي کېدو پرضد احتجاجونه هم کړي دي.