پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وسلوالو دوه ولسي وګړي وژلي دي.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د چارشنبې (شورو) پر سهار یې د سالارزیو د ملاسید سیمې د دوو اوسېدونکو مړي موندلي دي.
دی وايي، هغو کسانو به هلته د غره پر سر عسکري پوستې ته اوبه لېږدولې چې ورک شول او بیا یې په مرمیو ویشتلي جسدونه وموندل شول.
اسرار دا نه دي ویلي چې هغوی کله ورک شوي ول خو زیاته یې کړه چې پلټنې یې پیل کړې دي.
د دواړو کسانو د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په باجوړ کې له یوشمېر کلونو راهیسې دا ډول وژنې او بریدونه کېږي چې پکې د ولسي مشرانو او وګړو په ګډون پولیس او امنیتي سرتېري، حکومتي چارواکي او کارکوونکي، د پولیو یا ګوزڼ واکسیني کارکوونکي، سیاستوالان او دیني عالمان په نخښه کېږي.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
د ډېسېمبر پر نهمه په بنو او شمالي وزیرستان کې په وسلوالو حملو کې درې ولسي وګړي ووژل شول.
تر دې مخکې د ډېسېمبر پر پینځمه په بنو کې میرلي ته پر روانو ګاډو د وسلوالو په ډزو کې یو ماشوم ووژل او څلور تنه ژوبل شول.
په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي چارواکو خونړۍ حملې شوې دي.
د ډېسېمبر پر دویمه په بنو کې په وسلوال برید کې د شمالي وزیرستان د میرامشا انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) په ګډون څلور تنه ووژل شول. تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه او د ډېسېمبر پر لومۍ په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په بېلابېلو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.
داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ او لښکرې جوړې کړې دي او پولیس وايي چې ملاتړ یې کوي.