د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د شیعه ګانو په یوه امام باړه (امام بارګاه) کې ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د اسلام اباد پولیسو ځايي او نړیوالو رسنیو ته ویلي، ځانمرګې حمله د فبرورۍ پر شپږمه په ترلايي کلان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال له امام بارګاه بهر شوې ده.
د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) او رویټرز د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) عرفان نواز مېمن له خولې ویلي دي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر "۳۱ ته رسېدلی" دی.
نوموړي ویلي دي چې د اسلام اباد "روغتونونو ته ۱۶۹ ټپیان لېږدول" شوي دي.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي دي چې یوشمېر ژوبل کسان یې د اسلام اباد پولیکلېنېک او پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) ته لېږدولي دي.
دوو پولیس چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي دي چې امنیت ساتونکو بریدګر د امام باړې په وره کې ودراوه او بیا هغه هملته چاودنه وکړه.
په سیمه کې یو دوکاندار حمید الله مشال راډیو ته وویل چې د چاودنې پر مهال یې ډزې هم واورېدې.
دی وايي، بریدګر د امام بارګاه مرکزي خونې ته په رسېدو و نه توانېد او په وره کې یې چاودنه وکړه.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د پولیسو سرتېري او د مرستندویه چارو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
د اسلام اباد انتظامیې ښار په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري ځانمرګی برید غندلی دی او پکې یې پر مرګژوبلې خپګان ښوولی دی.
د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، وزیراعظم شریف د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته د حملې د سمو پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو امر کړی دی.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی.
سفارت د ناظم الامورې (شارژدافېرې) نیټلي بېکر له خولې پر اېکس په بیان کې ویلي چې د خپل حکومت له لوري په حمله کې د وژل شویو او ژوبلو له "کورنیو سره ژره خواخوږي" ښيي.
دا په تېرو څو میاشتو کې په اسلام اباد کې دویمه لویه حمله ده. د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.
د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي جمشېد خان، چې د پېښې په ځای کې موجود وو، مشال راډيو ته ويلي ول چې پر موټرسايکل سپور ځانمرګي بريدګر د هغه ښار په جي-۱۱ سيمه کې د کچهرۍ (ځايي عدالتونو) د ګاډو په تمځي کې چاودنه ورکړه او ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله واړوله.
د هغه برید مسوولیت وسلوالې ډلې "جماعت الاحرار" منلی وو.
د پاکستان حکومت تر پېښې درې ورځې وروسته په حمله کې د ککړتیا په تور د څلورو کسانو د نیولو دعوه کړې وه.