د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې وسلوالو د ګیس نللیکه (پایپلاین) په چوونکو موادو الوځولې ده.
د ضلعي پولیسو ویاند قدرت الله مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر څلورمه ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې د ضلعې په منجیواله سیمه کې شوې ده.
دی وايي، د پېښې له کبله د لکي مروت ټولو برخو ته د ګیس لېږد درېدلی دی خو زیاتوي چې حکومتي کارکوونکي د نللیکي د ترمیم او د ګیس د بحالۍ هڅه کوي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
چارواکي وايي، په لکي مروتو کې وسلوالو تېر کال په اوړي کې لږ تر لږه څلور ځلې د ګیس هغه پایپلاین مختلفې برخې په بارودو الوځولې دي.
خیبر پښتونخوا د پاکستان د تېلو او ګېس په تولید کې مهمه ونډه لري او د صوبې په مختلفو برخو کې د ګیس او تېلو زېرمې دي او د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې په شمالي وزیرستان کې د ګیس نوې زخیره وموندل شوه.
له تېرو څو کلونو راهیسې په لکي مروتو کې امنیتي وضع خورا خرابه ده او وسلوال پکې وخت په وخت حملې کوي. د فبرورۍ پر درېیمه وسلوالو په نصرخېلو کې یو پولیس وواژه. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.
خو دا یوازې لکي مروت نه دي بلکې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.