د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو د طالبانو له خوا په غیرحکومتي‌ادارو کې د ښځو پر کار بندیز غندلی


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له کورنیو او نړیوالو غیر حکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیز بوږنوونکی او ناوړه پایلې لرونکی بللی دی.(انځور: ارشیف)
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له کورنیو او نړیوالو غیر حکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیز بوږنوونکی او ناوړه پایلې لرونکی بللی دی.(انځور: ارشیف)

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له کورنیو او نړیوالو غیر حکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیز بوږنوونکی او ناوړه پایلې لرونکی بللی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې د ښځو د کار کولو پر حق د طالبانو وروستی بندیز له بشردوستانه اصولو سرغړونه ده.

بیان زیاتوي‌ چې "افغانان لا له یوه پراخ او ژور کړکېچ سره مخ کوي."

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډېسېمبر پر ۲۴مه په یوه مکتوب کې کورنیو او نړیوالو غیر دولتي ادارو ته امر کړی وو چې د خپلو ښځينه کار کوونکو کار تر بل امره پورې ودروي.

"موږ به دا ونه منو چې طالبان دې د ښځو ضد تګلارو په خاطر له بشري مرستو یوه لوبه جوړه کړي.

په دې مکتوب کې د دې پرېکړې علت د طالبانو د ګڼو نورو بندیزونو په څېر د موسسو د ښځینه کارکوونکو د حجاب نه رعایت یاد شوی دی.

دې پرېکړې د ملګرو ملتونو تر څنګ له نړۍ څخه ګڼ نور پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې د یوه نړیوال غبرګون لپاره هوډمنه ده.

نوموړې د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر ټویټر په یو بیان کې ویلي، "موږ به دا ونه منو چې طالبان دې د ښځو ضد تګلارو په خاطر له بشري مرستو یوه لوبه جوړه کړي. دوی نیمایي نفوس له خپل اساسي حق څخه بې برخې کوي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې، "هغه کسان چې ښځې او نجونې له کار، زده کړو او عامه ژوند څخه بې برخې کوي، نه یوازې دا چې هېواد یې ورانوي بلکې د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند هم د بشریت پر ضد جرم کېدای شي.

موږ د نړیوالې ټولنې له خوا په دې تړاو د یوه سخته غبرګون لپاره متعهده یو."

د اسلامي همکاریو سازمان او ای سي هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه ناوخته د ښځو د کار په اړه د طالبانو بندیز د سختې اندېښنې وړ بللی.

د دې سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه پر طالب چارواکو غږ کړی چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او اجازه ورکړي چې اړینې بشري مرستې خلکو ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې چې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې د دوی د نفقې ګټلو مخه نیسي بلکې د بشري مرستو رسولو پروسه به سخته زیانمنه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا حکم به ویجاړونکې پایلې ولري.

بلېنکن پر خپل ټویټر لیکلي، "سخت اندېښمن یم چې په افغانستان کې د بشري مرستو پر رسوونکو ښځو د طالبانو بندیز به د ملیونونو خلکو لپاره حیاتي او ژوند ژغورونکې مرستې له خنډ سره مخ کړي."

تر بلېنکن وروسته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډکر هم ویلي، "چې ښځې د مرستو رسولو اجازه نلري نو طالبان څنګه په داسې حال کې ښځې او ماشومان له لوږې ژغورلای شي؟"

نوموړې زیاته کړې چې دا د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د دې کار مسوول ګرځوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۲۵مه د کرن ډکر د همدې ټوېټري بیان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امریکايي چارواکې باید د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي‌ زیاته کړې چې په افغانستان کې کارکوونکې ادارې به د طالبانو د حکومت قوانین او فرمانونه عملي کوي.

د طالبانو حکومت په وروستیو څو ورځو کې د ښځو د کار او تعلیم په اړه داسې له سختدریځۍ ډکې پرېکړې کړې دي چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG