د لاسرسي ځای

تازه خبر

امینې محمد د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او کار پر محدودیتونو اندېښنه ښوولې


د طالبانو حکومت وايي عبدالسلام حنفي د جنورۍ پر ۱۸مه په کابل کې له امینې محمد سره ولیدل.
د طالبانو حکومت وايي عبدالسلام حنفي د جنورۍ پر ۱۸مه په کابل کې له امینې محمد سره ولیدل.

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امینې محمد د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د نجونو د ښځو او کار او تعلیم په اړه اندېښنه ښوولې ده.

نوموړې د جنورۍ ۱۸مې پر ماښام په ارګ کې له حنفي سره په لیدو کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په تړاو د طالبانو د حکومت پرېکړو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ارګ پر رسمي ټوېټر پاڼه بیان او د امینې محمد او د حنفي ملاقات انځورونه خپاره کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې امینې محمد وویل چې په ډېریو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې مسایل د خبرو له لارې حل شي.

ارګ د حنفي په حواله لیکلي چې دوی د "اسلامي شریعت" او د افغانانو د "دودونو" په چوکاټ کې د روغتیا، زده کړو او امنیت په برخو کې د ښځو حقوقو ته درناوی کوي.

بیان زیاتوي چې حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو له تور نوملړه د یوشمېر طالب چارواکو د نومونو ایستلو، په رسمیت د هغوی د حکومت پېژندنې او ورته د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ د څوکۍ نه سپارلو له کبله په نه پاملرنې تورن کړ.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا موضوع یې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو له خوندیتوب او د ټولګډونه حکومت له جوړولو سره تړلې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد د جنورۍ پر ۱۶مه د هغه سازمان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده او هلته یې له چارواکو او مخکښه شخصیتونو سره ملاقاتونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې کار او زده‌کړو ته د افغان مېرمنو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د ملګرو ملتونو له یاد پلاوي غوښتل شوي چې طالبانو ته د وضعیت د جدیت پیغام ولېږدوي.

امینې محمد او ورسره پلاوي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۸مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې په لیدنه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو. بیان زیاتوي چې متقي مېرمن محمد ته وویل چې افغان ښځې د روغتیا او تعلیم په برخو کې کار کوي او نورې ښځې چې پخوا "په حکومتي دفترونو کې وې، اوس په کورونو کې تنخا اخلي."

امینې محمد د جنورۍ ۱۸مې پر سهار د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل.

کرزي تر ملاقات وروسته پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره یې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، د زده‌کړو پر ارزښت، د نجونو او ښځو لپاره د تحصیلي مراکزو په خلاصېدو او دندو ته د مېرمنو پر ستنېدو خبرې وکړې.

په همدې حال کې یوشمېر افغان نجونه د ملګرو ملتونو له پلاوي غواړي چې د طالبانو پر حکومت دا ومني چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او د کار بندې دروازې پرانیزي.

دوی وايي په اوس وخت کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو په اړه د نړیوالو اعلامیې او غندنې بسنه نه‌کوي او باید عملي اقدامات وشي.

د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو او تحصیل درېدل موقتي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه په ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې "ډېر ژر" به د افغان نجونو په تعلیم د بندیز ستونزه حل شي، خو له هغې نېټې تر ننه او د دوی د بیا بیا ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع شوي. بلکې د طالبانو حکومت په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه کړنلاره له تنقید سره مخامخ شوې ده او د طالبانو حکومت پر نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر "جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ" تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو د زده کړو لپاره تګلاره او "شرعي چاپېریال" جوړوي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG