د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورمز: د افغان نجونو د زده کړو موضوع له ټولو مسلمانانو سره تړلې ده


د کابل پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې - پخوانی انځور.
د کابل پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې - پخوانی انځور.

مشهور دیني عالم او د اسلامي هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی محمد ګورمز وايي، په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو د بندیز مسله "له ټولو مسلمانانو سره تړلې" ده.

د ترکیې هغه نومیالي عالم له شرعي پلوه طالبان ننګولي چې ولې یې د نجونو د تعلیم مخه نیولې.

ډاکتر ګورمز په ترکیه کې د طالبانو د حکومت د پوهنې له سرپرست وزیر سره لیدلي او ورته یې ویلي، د نجونو په تعلیم د بندیز موضوع د افغانستان کورنۍ مسله نه، بلکې د ټولې نړۍ له مسلمانانو سره تړلې موضوع ده.

د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې پکې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌اغا او نور طالب چارواکي هم ناست لیدل کېږي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علما المسلمين" د جنورۍ پر اوومه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې.

د ترکیې نوموتی دیني عالم ډاکتر محمد ګورمز - پخوانی انځور.
د ترکیې نوموتی دیني عالم ډاکتر محمد ګورمز - پخوانی انځور.

هغه د طالبانو پوهنې وزیر ته په خطاب کې وايي، "ښاغلی وزیر! شاید تاسې ووایاست چې دا زموږ کورنۍ موضوع ده او هېڅوک پکې د څه ویلو حق نه‌ لري، مګر زه باید ووایم چې دا موضوع اوس په ټولو مسلمانانو پورې تړلې ده چې په دې اړه پوښتنه وکړي. تر دې چې زما لور له ما په کور کې پوښتي او زه مجبور یم چې ځواب ورکړم. هغه ما ته وايي، په افغانستان کې نجونه ولې ښوونځيو ته نه ځي؟ زه هیله لرم چې له تاسې ښه خبر واورم."

ډاکتر ګورمز زیاتوي، د یوه مسلمان په توګه په افغانستان کې پر نجونو د تعلیم بندیز ورته د منلو نه‌ دی.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې په دې اړه څه نه‌ دي لیکلي چې د دیني عالم محمد ګورمز اندېښنو او پوښتنو ته د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا ځواب څه وو.

موږ په دې اړه د طالبانو د حکومت له پوهنې وزارت سره رابطه وکړه خو چارواکو یې ځواب را نه کړ.

البته تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه په ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې "ډېر ژر" به د افغان نجونو په تعلیم د بندیز ستونزه حل شي، خو له هغې نېټې تر ننه او د دوی د بیا بیا ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع شوي.

بلکې د طالبانو حکومت په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه کړنلاره له تنقید سره مخامخ شوې ده او د طالبانو حکومت پر نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر "جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ" تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو د زده کړو لپاره تګلاره او "شرعي چاپېریال" جوړوي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG