د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو پر تعلیم لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره ليرې کړي


په کابل کې د زده کړو او کار په ملاتړ د ښځینه معترضانو د اعتراض یو انځور: انځور له ارشیفه
په کابل کې د زده کړو او کار په ملاتړ د ښځینه معترضانو د اعتراض یو انځور: انځور له ارشیفه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سازمان تللی لوړپوړی پلاوی دې هېواد ته د خپل سفر په پای کې له طالبانو غواړي چې پر افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه ژر لغوه کړي.

په یاد پلاوي کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ښځو په چارو کې د دې سازمان اجرایوي مشره سیما باهوس او په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر رییس خالد خیاري شامل وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه دفتر یا یوناما تېره شپه (د جنورۍ په ۲۰مه) ناوخته یوه خبرپاڼه کې د دې پلاوي له قوله ولیکل، پر افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي بندیزونه هغو میلیونو انسانانو ته د مرستو رسول زیانمنوي چې دې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له قوله زیاته شوې، بندیزونه او محدودیتونه نجونې او ښځې په کور کې زنداني کوي، بشري حقونه یې زيانمنوي او ټولنه یې له خدماتو محروموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG