د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له زندانونو ۷۰ افغان کډوال خوشې شوي


د ۲۰۲۲ز کال له جولای راهيسې شاوخوا ۲،۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي ــ پخوانی انځور
د ۲۰۲۲ز کال له جولای راهيسې شاوخوا ۲،۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي ــ پخوانی انځور

د پاکستان د کراچۍ ښار له مرکزي او ملير سيمې له زندانونو څخه ۷۰ افغانان خوشې شوي دي.

د ګرفتارو افغانانو وکيلې منيزې کاکړې د مې پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې خوشې شويو افغانانو په زندانونو کې خپلې سزاګانې پوره کړي دي.

د هغې په وينا، په ازادو شویو کې يې يوشمېر ماشومان هم دي.

کاکړې زياته کړه چې اوس هم شاوخوا ۵۰ افغانان د سيند صوبې په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي او په وينا يې په کراچۍ کې د افغان کډوالو "نيول او ځورول لا هم دوام" لري.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سيد عبدالجبار مشال راډيو ته ويلي چې د مې پر ۲۴مه يې خوشې شوي ټول کسان په بسونو کې د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول.

نوموړي زياته کړه چې د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې يې شاوخوا ۲،۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدولي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول.

د هغه په وينا، اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې ځينې افغانان بنديان دي چې هغه يې د خوشې کولو هڅه کوي.

د پاکستان په سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو لړۍ د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې روانه ده. د سيند پوليس چارواکو د صوبايي حکومت وزيرانو په وار په وار مشال راډيو ته ويلي چې يوازې هغه افغان کډوال نيسي چې قانوني اسناد نه لري، خو ګرفتار افغانان او د هغوی وکيلان وايي چې پر قانوني اسنادو درلودلو سربېره يې پوليس نيسي.

د کراچۍ په افغان کيمپ کې مېشت کډوال محمد سلمان خان د مې پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د پوليسو له خوا د نيولو له وېرې له کيمپه بهر نه شي تللی.

نوموړي تور پورې کړ چې پوليس هره ورځ د افغان کيمپ دباندې افغانان نيسي او پيسې ورڅخه اخلي او بيا يې خوشې کوي. خان زياته کړه که څوک پيسې نه لري نو پوليس يې په بېلابېلو جرمونو تورنوي او زندان ته يې اچوي.

د افغانانو يو وکيل عبدالهادي وايي چې پوليس هغه افغانان هم نيسي چې په کراچۍ کې زېږېدلي او ټول ژوند يې هلته تېر کړی وي.

په کراچۍ کې د نيول شويو افغانانو د وکيلانو په وينا، پوليسو زياتره هغه افغانان نيولي چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي ول. هغوی وايي، له يوشمېر افغانانو سره قانوني اسناد هم وي خو بيا هم د هغوی خلاف مقدمه جوړه شي.

خو پوليسو تل دا ډول تورونه رد کړي دي او وايي بې ګناه وګړي او قانوني اسناد لرونکي افغانان نه ځوروي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو پر موضوع د طالبانو چارواکو له پاکستانيو چارواکو سره خبرې هم کړې دي خو د پاکستاني لوري پر ډاډ سربېره دا ستونزه لا هم نه ده هواره شوې.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شوي چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوې ده. په وروستیو کې نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG