د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو ملي ادارې ته خواست شوی چې د افغان کډوالو د ځورونې مخه ونیسي


د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي‌ افغان کډوال. (انځور: ارشیف)
د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي‌ افغان کډوال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بشري حقونو ملي ادارې ته په دې اړه خواست وړاندې شوی چې ټولې صوبايي‌ حکومتي ادارې دې د هغو افغانانو له نیولو او ځورولو لاس واخلي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته عریضې کړې دي.

دا درخواست په اسلام اباد کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي او د پاکستان سپريم کورټ بار کونسل غړي ایډوکېټ عمر اعجاز ګېلاني کړی دی. نوموړي په دې اړ مشال راډيو ته وويل چې پناه غوښتونکي افغانان هم په پاکستان کې د ځینو بشري حقونو مستحق دي چې باید ورکړل شي. ده وویل، دا افغانان له خوشالۍ دلته پاکستان ته نه دي راغلي بلکې د مبجورۍ له لاسه له خپل هیواد افغانستانه دلته راغلي دي. ده زیاته کړه، "هغه افغانان چې په پاکستان کې د ژوند کولو لپاره يې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ته خواستونه وړاندې کړي دي خو تر اوسه رجسټرډ شوي نه دي په کار ده چې یاده اداره د دوی د رجسټر کولو چارې چټکې کړي."

په کراچي کې بندي افغانان په څه حال دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

ایډوکېټ عمر اعجاز له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل کېدو ته په اشاره وویل، "په داسې وخت کې له فارن ايکټ سره سم د افغانانو نيول او بيرته استول غير قانوني او غير اییني دي."

نوموړي وویل چې دا افغانان د پاکستان د اساسي قانون، د پاکستان لخوا لاسلیک شويو نړیوالو تړونونو او نړیوال قانون له مخې هم په زور له اېستلو خوندي دي.

د ایډکېټ ګېلاني‌ له خوا په وړاندې شوي‌ خواست کې د پاکستان د شناختي کارډ جوړونې ادارې "نادرا" څخه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د زیږېدونکو افغان ماشومانو د پیدایش سندونو جوړولو کار دې اسان او چټک کړي. نوموړي په خپل درخواست کې پر وفاقي حکومت هم غږ کړی چې خپلې ټولې ادارې په ملک کې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو منع کړي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې شاوخوا دوه نیم لاکه افغانان پاکستان ته اوښتي دي.

ده وویل، "موږ هڅې کوو چې دوي ته دلته د ژوند کولو لپاره قانوني لار جوړه کړو،‌ پاکستان ته په راغليو افغانانو کې ډير خلک داسې دي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی."

دا افغانان له هغه وروسته پاکستان ته اوښتي چې طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهسې له دې هیواد څخه د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده. په دوی کې یو شمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ شمېر داسې دي چې په هیواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي.

په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيله منېزه کاکړه وايي چې دوی په پاکستان کې د بشري حقونو ملي ادارې ته خوست کړی دی چي په زندانو کې د بندو افغان ميرمنو او نورو ناروغانو درملنې دې وشي.

دې وویل، " د کراچۍ په زندان کي اووه افغان مېرمنې داسې دي چې د ماشومانو ناروغۍ یې دي او هغوي ښه درملنې ته اړتيا لري او د کراچۍ د لانډي په زندان کې بند زياتره افغانان ماشومان او ځوانان د پوستوکي د خارش په ناروغۍ اخته شوي دي."


دپاکستان د بشري حقونو ملي کميشن ته دا خواستونه په داسې حال کې وړاندې شوي چې په ۲۰۲۲م کال کې له جولايي‌ میاشتې راهسې په سيند کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ روانه ده.

د کډوالو لپاره د کار کوونکو په وینا، تر اوسه يوازې په سيند صوبه کې نژدې دوه زره افغانان نیول شوي او شاوخوا ۷۰۰ پکې بیرته افغانستان ته لېږل شوي دي او شاوخوا ۱۳۰۰ نور لا هم په بېلا بېلو زندانونو کې بند دي.

د سیند حکومت تور پورې کوي چې دا افغان کډوال یا خو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني‌ اسناد نه لري‌ او یا هم د دوی په وینا، په جرمونو ککړ دي.

خو د دې نیول شویو کډوالو وکیله منېزه کاکړه دا تور ردوي‌ او وايي چې په دوی کې زیاتره د علاج لپاره پاکستان او بیا سیند صوبې ته ورغلي دي. د دوی په وینا، هلته داسې ګڼ شمېر افغانان هم شته چې پولیسو پر قانوني‌ اسنادو درلودلو سربېره نیولي او له هغوی پیسې اخلي خو پولیس دا تور نه مني.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې - يو اين ايچ سي ار - په وينا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لاکه افغان ګډوال مېشت دي چې نهه لاکه پکې رجسټرډ دي خو له څلورو تر پینځو لاکو تر اوسه نه دي رجسټرډ شوي.

XS
SM
MD
LG