د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچي کې بندي افغانان په څه حال دي؟


په کراچي کې بندي افغانان په څه حال دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

په دې ورستیو کې په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي او زنداني شوي دي چې پکې ۱۲۹ مېرمنې او ۱۷۸ ماشومان دي. پر دوی تور دی چې پاکستان ته د اخلېدو قانوني اسناد نه لري. د زندان چارواکي وايي تمه ده چې د جنورۍ په اوله اوونۍ کې لسګونه افغان مېرمنې او د هغوی بچي خوشي او افغانستان ته ستانه کړل شي. بلخوا د سیند صوبې چارواکو په دې ورستیو کې مشال رېډیو ته ویلي چې د کراچۍ ښار په شمول د صوبې په ټولو برخو کې قانوني اسناد نه لرونکي بهرنیان نیسي او خپلو هېوادونو ته یې ستنوي. په دې هکله نور حال د منورشاه په رپورټ کې وګورئ چې د اې پي او رویټرز اژانس له ویډیو ګانو یې جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG