د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند صوبه کې د بند قانوني مودې تیرولو وروسته، ۵۶ نور افغانان خوشې شول


د کراچۍ مرکزي زندان - انځور له ارشیفه
د کراچۍ مرکزي زندان - انځور له ارشیفه

د سیند صوبې د کراچۍ له مرکزي او ملير زندانونو نور۵۶ افغانان خوشې شوي او بيرته خپل هېواد ته په بسونو کې لېږل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په کراچۍ کې کونسل سید عبدالجبار د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې په خلاص شویو کې ۲۴ ماشومان هم دي. نوموړي زیاته کړه هغه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو پر تور نیول شوي ول چې له خوشې کېدو وروسته لومړی چمن او له هغه ځایه افغانستان ته واستول شول.

سيد عبدالجبار وايي تېر کال له جولای راهيسې ۲۲۲۰ افغانان د سند له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. هغه وویل، اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې ۳۳۱ افغانان بندیان دي او دوی یې د خوشې کولو هڅې کوي.

په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو وکیله منیزه کاکړ وایي، په سیند صوبه کې د افغانانو نیول کم شوي خو بیا هم په ځینو ځایونو کې هغوی نیول کیږي او ځورول کیږي. نوموړې د اپريل په۲۹ مه مشال راډيو ته وويل، افغانستان ته په لېږدول شویو کې هغه کسان شامل دي چې خپلې سزاګانې یې تېره میاشت پوره کړې وې خو دوی تراوسه په زندانونو کې ول.

هغې زیاته کړه: "عدالتونو هم حکم کړی وو چې دغه کسان دې افغانستان ته ولیږل شی خو بيا هم ډير افغانان د اوونيو راهيسې په زندانونو کې بند ول.''

د سیند صوبې پولیسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له راهیسې، په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغانانو نيول پېل کړي دي. د سيندصوبايي حکومت وزيرانو او پوليس چارواکو بیا بیا مشال راډيو ته ویلي چې يوازې هغه افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه لري او دا کار د قانون سره سم کوي.

خو منيره کاکړ وایي، په زندانونو کې زیاتره هغه افغانان دي چې ناروغه ول او د درملنې لپاره پاکستان ته وزغلي، د هغې په خبره ځيني افغانانا د قانوني اسنادو درلودو باوجود نیول شوي دي. هغې مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړې چې د کراچۍ په زندانونو کې ۴ افغانان د نارغیو له کبله مړه شوي هم دي.

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو زیات خبرونه له سیند صوبې مخې ته راځي. په هغې صوبې کې پاکستان پیپلز ګوند واکمن دی چې مشري یې بلاول بوټو زرداري کوي. نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دی.

د اپرېل پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او بلاول بوټو زرداري ترمینځ خبرې شوې وې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپريل پر ۱۷مه ویلي ول چې متقي او زرداري په هغو ټېلېفوني خبرو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو پر موضوع خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ټول بندیان دې له کوچني اختر مخکې خوشې شي. د وزارت چارواکو ادعا کړې وه چې په هغو خبرو کې بلاول بوټو زرداري، متقي ته د بندیانو د خلاصون ډاډ ورکړی وو.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې میشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شوي چې ورسره پاکستان او نورو هیوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوې ده. په وروستیو نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال تور لګوي چې پولیس یې نیسي او پېسې ترې غواړي چې د نه ورکولو په صورت کې پر هغوی کېسونه جوړیږي او زندان ته استول کیږي. خو پولیس هغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG