د لاسرسي ځای

تازه خبر

منيزه کاکړ: د سیند له زندانونو د ټولو افغانانو د خوشې کولو چارې مو ګړندۍ کړې دي


د کراچۍ مرکزي زندان دروازه - انځور له ارشيفه
د کراچۍ مرکزي زندان دروازه - انځور له ارشيفه

په سیند صوبه کې د افغان بندیانو وکیله منیزه کاکړ وایي، شاوخوا ۱۰۰ افغانان د ویزې یا نورو قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د سیند صوبې په زندانونو کې بندیان دي.

منیزه کاکړ له یوې مودې راهیسې په کراچۍ او سیند صوبه کې د نیول شویو افغانانو د خلاصون قانوني چارې پر مخ وړي. نوموړې د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل د پاتې نیږدې سلو بندیانو دوسیې یې بشپړې کړي دي.

منیزه کاکړ پر ټويټر ليکلي چې ګڼ افغانان د قانوني اسنادو په درلودلو سربیره هم بند ته اچول شوي دي. هغې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې ټول افغانان ژر له بنده خوشې کړي. هغې زیاته کړې چې له زندانونو یې د افغانانو د خوشې کولو چارې تېزې کړې دي.

په سيند کې د افغانانو د نيولو لړۍ د ۲۰۲۲زکال له جولای مياشتې راهيسې روانه ده. د دې ترڅنګ په پېښور او نورو سیمو کې هم افغانان نیول کیږي چې ځینې یې بېرته افغانستان ته استول کیږي او ځینې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زنداني کیږي.

په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان د سیند له زندانونو څخه هېواد ته ستانه شوي دي. د دوی وروستۍ ټولګی ۲۰۷ تنه وو، چې د اپرېل پر اوومه د کراچۍ له زندانونو افغانستان ته استول شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان له بهرنيوو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري سره د بندیانو په اړه خبرې کړې دي. دې وزارت د اپريل پر ۱۷مه وويل چې متقي او زرداري په ټيليفوني خبرو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو پر موضوع خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ټول بندیان دې له کوچني اختر مخکې خوشې شي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزرات چارواکو ادعا کړې چې په هغو خبرو کې بلاول بټو زرداري، متقي ته د بندیانو د خلاصون ډاډ ورکړی دی.

خو په تيرو وختونو کې د افغان بنديانو لپاره مظاهرې کوونکي، پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړی چې په کراچۍ کې د طالبانو قونصلګري د افغان بنديانو لپاره څه نه کوي. دوی وايي د بندیانو دوسیې د بشري حقونو وکيلان عدالتونه ته وړي او بیا خوشې شوي افغانان یوازې د رسمياتو له مخې دې قونصلګرۍ ته سپارل کيږي.

په پاکستان کې افغان کډوال د ۱۹۸۰ز کال راهیسې میشت دي، د دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنۍ له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په میاشت کې طالبان واکمن شوي چې ورسره پاکستان او نورو هیوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوې ده. په وروستیو نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG