د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګه وايي له انتظامیه سره مذاکرت ناکامه شوي او پرلت روان دی

د شمالي وزیرستان ولس په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور:ارشیف)
د شمالي وزیرستان ولس په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور:ارشیف)

د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې او ضلعې انتظامیې ترمنځ مذاکرات ناکامه شوي او دوی خپل احتجاج ته د فبرورۍ پر نهمه په څلورمه ورځ هم دوام ورکړی دی.

د جرګې يو غړي او د عوامي نېشنل ګوند د شمالي وزیرستان مشر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وويل چې له حکومتي او پوځي چارواکو سره یې مذاکرات شوي خو کاميابه شوي نه دي.

نوموړي زیاته کړې چې تر هغې به یې احتجاج روان وي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وويل چې له مشرانو سره یې خبرې کړې دي او هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي.

هغو خلکو د پاکستاني پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدونکو زیانونو د پېښو ضد د فبرورۍ له شپږمې پرلت پيل کړی وو.

د جرګې ویاند مفتي بیت الله د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي وو چې له پوځ او انتظامیې سره یې په بیا بیا خبرې کړې دي خو له امنیت سره تړلې غوښتنې یې نه منل کېږي نو ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړ.

ده زیاته کړې وه چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو تر ټول وزیرستانه د احتجاج پر غځولو غور کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل، تر دې مخکې یې هم د جرګې له مشرانو سره خبرې کړې دي او اوس یې هم غوښتنې پوځي چارواکو ته رسوي.

له دې پرته په سیمه کې امنیتي چارواکو هم په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د کارروایو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته ژمن دي.

په ضلع کې د پوځ مشر مېجر جنرال عادل افتخار وړایچ د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره یې د سیمې د امنیت په اړه مشورې کړې دي، د وسلوالو تر ختمولو پورې کارروایانو ته دوام ورکوي او د دې لپاره د ولسي مشرانو له ملاتړه برخمن دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندي ساتلو "پوره هڅه" کوي.

په میرلي کې تازه احتجاج پر داسې مهال پیل شوی دی چې هلته په تېرو میاشتو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو او په عملیاتو کې پر ولسي ابادیو د توغندیو لګېدو په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د فبرورۍ پر دویمه په میرلي او دوسلي کې په دوو ډرون حملو کې دوه تنه ووژل شول.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG