د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال په سوات کې ۲۴ ښځې وژل شوې دي


 د غیرت په نامه وژنو پر ضد، په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالان مظاهره کوي - انځور له ارشیفه
د غیرت په نامه وژنو پر ضد، په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالان مظاهره کوي - انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې د ټولنیز بدلون لپاره کار کوونکې غيرسرکاري ادارې، ده اوېکیننګ وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په سوات کې تر اوسه پورې ۲۴ ښځې وژل شوي دي.

د دې ادارې مشر عرفان حسين بابک د جون پر لسمه مشال راډيو ته وويل چې د وژنو دغو پېښو کې ۸ د غيرت په نامه وژل شوي دي. همداراز دوو ته د ځانوژنې نوم ورکړل شوی او ۱۴ نورې د کورني تشدد په بېلابېلو پېښو کې وژل شوې دي.

باباک زیاته کړې چې په سوات کې ۲ سړي هم د غيرت په نامه وژل شوي دي: "دا ډير د تشويش او خفګان خبره ده چي زموږ معاشرتي رويې داسې جوړې شوې چې پر ښځو تشدد کول څه خاص خبره نه ګڼل کيږي. په ښځو پسې شاته خبرې کول او تورونو پرې لګول یا چې دوی د خپل حق حق لپاره له کوره ووځي نو شاته پسې خبرې کېږي او تورونو پرې لګېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر نهمه، د سوات په کبل تحصیل کې د غیرت په نوم یوه بله ښځه وژل شوې ده. د وژل شوې ښځې پلار وایي چې لور یې واده شوې وه خو د تېرو دریو کلونو راهیسې یې له مېړه طلاق غوښت او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه. هغه مشال راډيو ته وویل چې زوم یې په بهر هېواد کې مساپر دی او لور یې د خسرګنۍ له ظلمونو تر تنګېدو وروسته د طلاق اخیستو پرېکړه کړې وه.

پولیسو سره په جمع کړي رپورټ کې د وژل شوې ښځې پلار تور پورې کړی چې لور یې د زوم په مشوره د هغې لیور وژلې ده.

اوېکنینګ چې په ټولنه کې د مېرمنو د حقونو په اړه د پوهاوي پيدا کولو چارې هم پرمخ بیايي، ويلي چې په سوات کې د ښځو وژنې او په ځانګړې د غیرت په نوم وژنې، په زیاتېدو دي. د دې ادارې په وينا په ۲۰۲۳ کال کې ۳۲ ښخې په دغه نامه وژل شوې وي.

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت کې د ناموسي وژنو خلاف قانون منظور کړی دی. په دې قانون کې ویل شوي چې متاثره کورنۍ یوازې هغه مهال مجرم معاف کولای شي چې هغه ته د پانسۍ سزا وشي او د معافۍ باوجود به هم مجرم ۱۲ نیم کاله د بند سزا تېروي.

ډېره د تشويش خبره ده چې خلکو ته پر ښځو تشدد کول څه خاص بده خبره نه ښکاري.
بابک

خو بابک وایي، د ناموسي وژنو لپاره هغه قانون په سمه توګه نه عملي کېږي. دا راز زیاتره وخت پولیس سمې پلټنې نه کوي چې له امله یې په پېښو کې ککړ کسان خوشې کېږي.

د جون پر ۱۸مه د سوات مټې په کالا کوټ کې هم یوه واده شوې ښځه وژل شوې وه او پولیس وايي چې د هغې مېړه یې د قتل په مقدمه کې نیولی او هغه هم ناموسي وژنه وه.

د سوات پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر اېس پي باچا حضرت وايي چې پولیس په هره مقدمه کې د قانون مطابق کار کوي او بیا مقدمې عدالتونو ته وړاندې کوي. د ناموسي وژنو پېښې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم مخې ته راځي.

د جون پر اتمه د مردان په کاټلنګ کې یوه ښځه هغه وخت خپل ورور په دې تور ووژله چې د خپلې خوښې واده یې په عدالت کې کړی وو. فعالان وايي چې د غیرت په نوم د وژنو د مخنیوي لپاره په جوړ شوي قانون کې بدلونونو ته اړتیا ده. د دوی په وینا هغه قانون په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی خو ورسره هغه پېښې درېدلی نه دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG