د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ناموسي وژنې ولې زیاتې شوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سوات ضلعې په بریکوټ کې د اګست پر ۲۰مه د شپې ناوخته دوه ښځې د غیرت یا پت په نوم وژل شوي او یوه ژوبل شوې ده.

د بریکوټ پولیس وایي، دغه پېښه په ناوګۍ کلي کې شوې ده چې په وژل شویو کې د یوې جینۍ د اګست پر ۲۲مه واده هم تنظيم شوی و.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري اداره اوېکننګ وایي، د دوی د معلوماتو له مخې د وژل شوې جینۍ ورور هم په دغه شپه د ککړ تن پر کور ډزې کړي چې پکې د هغه مېرمن وژل شوې او لور یې ژوبل شوې ده.

د اوېکننګ ادارې مشر عرفان حسېن د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په سوات کې له دې سره سږ کال د ناموسي وژنو ۱۵ پېښې رپورټ شوي دي خو نوموړی وایي دا پېښې له دې زیاتې دي:

" اصلي شمېره تر دې زیاته ده ځکه چې د ځینو لرې پرتو سیمو نه داسې راپورونه نه راځي، پولیس او کورنۍ هم په داسې ناموسي وژنو کې کمزورې دفعې لګوي. پولیس ۳۱۱ دفعه نه لګوي، په داسې کولو سره ریاست مدعي شي او د ککړ تن ضمانت نه کیږي خو اکثره کورنۍ هم دا مسله مخکې نه وړي."

تر دې وړاندې د سوات ضلعې په مینګوره کې د اګست پر ۱۰مه ښځينه پوليس اهلکاره د خپلو ماشومانو په مخ کې په ډزو وژل شوې وه.

د مینګورې پولیسو ترمخه د مینګورې په ملوک اباد سیمه کې د پينځو بچو مور په خپل کور کې دننه په مبینه توګه د پخواني خاوند لخوا پر ډزو وژل شوې او پر هغې برید کونکی تن تښتېدلی. د دغه پولیس اهلکارې نوم بخت عزته و چې څه موده وړاندې یې د کورنۍ شخړې له وجې له خپل خاونده طلاق اخېستی و.

په سوات کې د خیبر پښتونخوا د خېر ښېګړې او د ښځو د پرمختګ د سرکاري ادارې(سوشل وېلفیېر اېنډ ويمن ډېوېلپمېنټ) کارکوونکې نیلم رحیم د اګست پر ۲۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، اوس د ناموسي وژنو په پېښو کې ریاست مدعي وي او حکومت هڅه کوي چې د داسې پېښو په اړه په ټولنه کې پوهه زیاته کړي:

"کله چې قندیل بلوڅ ووژل شوه، له هغې وروسته د ناموسي وژنو خلاف قانون کې بدلون وشو. اوس داسې پېښو کې ریاست مدعي وي. ستاسو خبره رښتیا ده په سوات کې داسې پېښې زیاتې دي، ډېرو داسې پېښو ته د ځان وژنو نوم ورکړل شي او کیسه ختمه شي. موږ کوشش کوو چې په خلکو کې په دې اړه پوهه زیاته کړو او دا هم چې خلک وړاندې راشي او په دې اړه رپورټ درج کړي."


د روان کال په مې میاشت کې په کوهستان ضلع کې یو سړی او یوه ښځه د پت په نوم ووژل شول او له دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې هم یو سړی او ښځه د ناموسي وژنو په پېښه کې ووژل شول. له کوهستانه یو ځایي خبریال شمس الرحمان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل داسې پېښې زیاتې رپورټ کیږي خو اکثره کورنۍ داسې پېښې عدالتونو ته نه وړي:

"دا اوس د دې ځای یو کلتور جوړ شوی، داسې پېښې زیاتې کیږي،د ځینو لرو سیمو نه خو دا نه رپورټ کیږي او ځینې رپورټ شي خو بس خلک یې د جرګو له لارې فېصلې وکړي، پولیس هم پکې بیا ډېر څه نه وایي."

په تېرې جولای میاشت کې د خیبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې د پولیس ترمخه، هلته یوه ښځه او خاوند د خوښې د واده پر سر د غیرت په نوم وژل شوي ول.د پولیسو ترمخه د دواړو کورنۍ پر دغه واده نه وې خوشحاله.

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۶ز کال په اکتوبر مياشت کې د ناموسي وژنو خلاف قانون منظور کړی و. په دې قانون کې ویل شوي چې متاثره کورنۍ یوازې هغه مهال مجرم معاف کولای شي چې هغه ته د پانسۍ سزا وشي او د معافۍ باوجود به هم مجرم ۱۲ نیم کاله د بند سزا تېروي.


د خیبرپښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړې عایشه بانو د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، دوی د کورني تشدد د مخنیوي تر قانون لاندې په زیاتره ضلعو کې کمېټیانې جوړې کړي دې چې غواړي داسې ښځو ته مرستې ورسوي چې د کورني تشدد یا د ژوند له خطر سره مخامخ دي:

"موږ هڅه کوو چې له داسې ښځو سره مرسته وکړو چې د کورنیو شخړو له وجې مشکلات لري. موږ په دې اړه په زیاترو ضلعو کې کمېټیانې جوړې کړي چې یوې ښځې ته قانوني مرستې ورکوي، د هغې کېس هم رپورټ کوي او که هغه عدالت ته تلل غواړي نو هم ورسره دغه کمېټیانې مرسته کوي او یا که د ژوند له خطر سره مخامخ وي نو د سر پناه بندوبست یې هم دغه کمېټیانې کوي."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن کلنی رپورټ ښيي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تشدد او جرمونو څه د پاسه ۲،۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې پکې کورنی تشدد، ناموسي وژنې او جنسي تشدد شامل دي.د دغو شمېرو ترمخه تېر کال په خېبر پښتونخوا کې د ناموسي وژنو ۸۱ پېښې رپورټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG