د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د ناموسي وژنې په تور د جينۍ پلار او ورور نيول شوي


په پاکستان کې فعالان وخت په وخت پر ښځو د تشدد ضد مظاهرې کوي - پخوانی انځور
په پاکستان کې فعالان وخت په وخت پر ښځو د تشدد ضد مظاهرې کوي - پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د سوات پولیس وايي چې په تحصیل کبل کې یې د یوې جینۍ د ناموسي وژنې په تور د هغې پلار او ورور نیولي دي.

د تحصیل کبل پولیس تاڼې مشر بخت زاده د مارچ پر۲۰مه یوې خبري غونډې ته وویل چې یوه ۱۹ کلنه جینۍ چې د کبل په قلاګي کلي کې د بجلۍ په کرنټ وژل شوې وه، کورنۍ يې د مارچ پر ۱۴مه پولیسو ته ناسمه اطلاع ورکړې وه چې هغه د خیټې د درد له امله مړه شوې ده.

خو پولیس وايي چې تر پلټنو وروسته روښانه شوه چې دا ناموسي وژنه وه چې جينۍ پلار، مور او ورور د "غيرت په نوم " وژلې وه.

په سوات کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکي سازمان د اوېکنېنګ مشر عرفان حسېن بابک د مارچ پر۲۰ مشال راډيو ته وويل چې د غيرت په نوم وژنه کې پوليس مدعي وي او په دغه مقدمه کي د قانون تر مخې نه ضمانت او نه هم روغه جوړه کېدای شي. خو د ده په خبره د دې سربېره زیاتره تورنو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي.

نوموړی زياتوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تر دې دمه ۱۱ ښځې په سوات کي وژل شوي دي چې پکې څلور ناموسي وژنې دي. د ده په خبره دغه راز يوې ښځې ځانوژنه کړې او شپږ وژل شوې دي.

له سوات پرته په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان عورت فاونډېشن د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په یو رپورټ کې وویل چې په بلوچستان کې په تېرو پینځو کلونو کې د پت یا ناموس په نوم د ۱۴۹ ښځو د وژنو پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG