د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې خور د خپلې خوښې واده له امله وژل شوې


پېښه د مردان په کاټلنګ کې شوې ده ـ پخوانی انځور.
پېښه د مردان په کاټلنګ کې شوې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې یوه مېرمن په دې تور وژل شوې چې له کوره تللې او په خپله خوښه یې واده کړی وو.

د مردان د خرکي پولیس تاڼې چارواکي شوکت خان مشال راډیو ته وویل چې دا ۳۰ کلنه مېرمن د جون پر اتمه خپل ورور په کاټلنګ کې په ډزو وژلې ده.

شوکت خان وویل چې د ښځې پلار د هغې د وژلو مقدمه پر خپل زوی کړې ده. د ده په وینا، لور یې په دې تور وژل شوې چې له تېرو شپږو میاشتو له کوره تللې وه او د خپلې ترور له زوی سره یې په عدالت کې واده کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو په وینا، سږ کال په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه د غیرت په نامه ۱۳ مېرمنې وژل شوې دي. د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت داسې وژنې کېږي. د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان عورت فاونډېشن د ۲۰۲۳ کال په مې کې په یو رپورټ کې وویل چې په بلوچستان کې په تېرو پینځو کلونو کې د پت یا ناموس په نوم د ۱۴۹ ښځو د وژنو پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي. خو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG