د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ پوهنتون کې د موسا خان د مرګ په اړه احتجاج دوام لري


موسا خان د وژنې ضد په کوز دیر، پېښور او کراچۍ کې د زده کونکیو سازمانونو احتجاجي مظاهرې کړي دي ـ د جون دریېمې انځور.
موسا خان د وژنې ضد په کوز دیر، پېښور او کراچۍ کې د زده کونکیو سازمانونو احتجاجي مظاهرې کړي دي ـ د جون دریېمې انځور.

په ملاکنډ پوهنتون کې د زده کونکیو ټولنو په ټرافیکي پېښه کې د موسا خان د وژنې په خلاف احتجاج ته دوام ورکړی دی چې له امله یې په پوهنتون کې تعلیمي فعالیتونه هم درېدلي دي.

موسا خان د ملاکنډ پوهنتون زده کونکی وو. هغه د مې پر ۳۰مه پر موټرسايکل په يوه ټرافيکي پېښه کې وژل شوی او دوه ملګري يې ژوبل شوي ول.

احتجاج کوونکي د هغه د مرګ پړه د پوهنتون پر انتظاميې اچوي، د پوهنتون چارواکي دا ادعا ردوي. د پېښې ضد په کوز دیر، پېښور او کراچۍ کې د زده کونکیو سازمانونو احتجاجي مظاهرې کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر مینا خان روانه اوونۍ صوبایي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي چې په دې اړه یې د پلټنو امر کړی او ډېر زر به رپوټ صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

موسا خان په ملاکنډ پوهنتون کې د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو سازمان، پښتون سټوډنټس فېډریشن مرستيال مشر وو.

دا ګوند وايي، انتظاميې د مې پر ۲۹مه موسا خان د رباب غږولو له امله له هاسټله ایستلی وو او کله چې نوموړی شپه مهال کور ته روان وو نو ټکر یې کړی دی.

مظاهره چيانو د ملاکنډ پوهنتون د انتظامیې استعفا وغوښته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

خو د ملاکنډ پوهنتون اداري مشر ډاکټر الطاف حسین اخوندخېل دا تورونه ردوي. هغه د زده کوونکو د احتجاج په اړه د غبرګون لپاره د مشال راډيو ټېلېفون ته ځواب ونه وايه خو نوموړي د جون پر دويمه په يوه ويډيويي بيان کې ادعا کړې وه چې پر زده کوونکيو د کلتوري پروګرامونو هېڅ بندیز نشته.

هغه وويل چې د عدالت د حکم له مخې په پوهنتون کې پر سیاسي فعاليت بندیز دی نو ځکه یې ټولو زده کوونکو ته په دې اړه خبرداری لېږلی وو.

بلخوا د ملاکنډ پوھنتون انتظامیي د جون پر دويمه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ادعا کړې وه چې موسا خان او د هغه ملګري يې له هاسټله بې له اجازې وتلو او پر يوه پيه د موټر سایکل چلولو پر سر ايستلي ول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې له ملاکنډ پوهنتونه د زده کوونکي موسا خان د ایستل کېدو په اړه دې د حقیقت معلومولو لپاره پلټنې وکړي.

دې کمېشن د جون پر دويمه پر اېکس پاڼه ليکلي چې د ژورناليزم د دې شاګرد د مرګ په اړه شفاف او بې پرې تحقیقات غواړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي هم د مې پر ۳۱مه د ملاکنډ پوهنتون چارواکو ته په ليږلي ليک کې په دې اړه رپورټ او پلټنې غوښتې دي.

XS
SM
MD
LG