د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه ولې له انتظامي او مالي ستونزو سره مخامخ دي؟


د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه
د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي اعلا وزیر علي امین ګنډاپور ته په یو لیک کې په صوبه کې د سرکاري پوهنتونونو د انتظامي، مالي او اکاډمیک مسلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دې د هواري لپاره یې په شریکه د کار کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې ۲۵ پوهنتونونه وایس چانسلران نه لري او ځینې یې د مالي ستونزو له کبله خپلو ملازمینو ته په وخت تنخواګانې هم نه شي ورکولی خو حکومت وايي چې د پوهنتونونو د ستونزو د هواري لپاره یې یو "ټاسک فورس" یا کاري ډله جوړه کړې ده.

په پوهنتونونو کې د ګورنر واکونه او مسولیتونه

د پاکستان د قانون ترمخه، ګورنر د صوبې په سرکاري پوهنتونونو کې د چانسلر په حیث مهم رول لري. هغه د وایس چانسلرانو په ټاکلو کې برخه اخلي، د پوهنتون سنډیکیټ یا اداري شورا مشري کوي، او د پوهنتون عمومي پالیسي او انتظامي چارې څاري. ګورنر د پوهنتون فعالیتونه، تدریسي معیارونه، او تحقیقاتي چارو څارنه کوي او د اړینو اصلاحاتو سپارښتنه کوي.

د وایس چانسلرانو په ټاکنه کې خنډونه

ګورنر فیصل کریم کنډي د مۍ په ۲۲مه وزیراعلا علي امین ګنډاپور ته په یو لیک کې ویلي چې د ۲۵ سرکاري پوهنتونونو د وایس چانسلرانو په ټاکلو کې اوږدمهاله ځنډ انتظامي او مالي ننګونې رامنځته کړي دي او د زده کوونکو راتلونکی یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی. له دې وړاندې پخواني ګورنر غلام علي هم صوبايي حکومت ته په دې اړه یو لیک استولی و.

د پروفیسرانو او ټولنو اندېښنې

د پوهنتونو استادان او د دوی د ټولنې مشران وایي، د ۱۸ ترمیم وروسته په خیبر پښتونخوا کې پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د پېښور د اینجینیرینګ پوهنتون د استادانو ټولنې مشرډاکټر صادق علي د مې پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې نګران حکومت د وایس چانسلرانو د تقرري او پوهنتونونو د مالي ستونزو د هواري لپاره یوه کمیټي جوړه کړې وه، خو د کمیټۍ سپارښتنې لا نه دي عملي شوي او په دې اړه په سپریم کورټ کې یوه مقدمه هم روانه ده.

نوموړي زیاته کړه"د ۱۸م اییني ترمیم نه وروسته باید په صوبه کې د لوړو زده کړو کمېشن جوړ شوی وای خو دغه ترمیم لا تراوسه سم نه دی عملي شوی. د لوړو زده کړو د وزارت په ګډون یو شمیر ادارې مرکز او صوبايي حکومت په شریکه چلوي. د تېرو ۱۰ کالونو راهیسې څوک د پوهنتونونو پوښتنه نه کوي. وفاقي حکومت پېسې نه ورکوي او صوبايي حکومت وايي چې پوهنتونونه دې خپلې مالي ستونزې پخپله هواري کړي."

د زده کوونکو او پوهنتونونو مشکلات

په پوهنتونونو کې د وایس چانسلرانو د نه مقررولو او مالي پانګو د نیشتوالي له کبله که یو خوا انتظامي مسلې پیچلې شوي دي نو بلخوا په زده کوونکو د فیسونو بوج هم زیات شوی دی.

په ګومل پوهنتون کې د زده کوونکو د ایکشن کمیټۍ یو مشر نعمت وزیر وايي چې په پوهنتون کې سیاسي مداخلت، د پیسو نیشتوالي او ډېرو فیسونو د سیمې زده کوونکي او د هغوی کورنۍ د ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ګومل پوهنتون حالت

نعمت وزیر وایي، په خیبر پښتونخوا کې ګومل پوهنتون د اقتصادي چارو په حواله د ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او ملازمینو ته یې په وخت تنخواګانې نه ورکول کېږي. "د سیاسي مداخلت له کبله ګڼ شمیر خلکو ته ملازمتونه ورکړل شوي دي چې په پوهنتون یې بوج ډېر کړی دی. په فارمیسي، اینیمیل هسبنډري او قانون د څانګو فیسونه ډیر دي او د سیمې خلک یې د ورکولو توان نه لري."

د وایس چانسلرانو د ټاکنې قانوني چوکاټ

د ۲۰۱۲ز کال لپاره د خیبر پښتونخوا د پوهنتونو د قانون تر مخه د نوي وایس چانسلر د انتخاب پروسه باید د موجوده وایس چانسلر دورې ختمېدو شپږ میاشتې مخکې پیل شي. پوهنتونونو کې د وایس چانسلرانو په تقرر کې د اوږدې مودې د ځنډ مسله په وروستیو کې د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ د سپریم کورټ یو بنچ هم راپورته کړې ده. د مې پر ۱۵مه د مقدمې د اوریدنې پر مهال، عدالت تمه وښوده چې په پوهنتونونو کې خالي څوکۍ به "هرڅومره ژر چې ممکنه وي" ډکې شي.

د حکومت اقدامات

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینه خان اپریدی وایي یوه کاري ډله یې جوړ کړی دی او ددې په قواعدو کې یې د وایس چانسلرانو د تقرر او مالي ستونزو په ګډون یو شمیر موضوعات شامل کړي دي. "دا ټاسک فورس به په یوه میاشت کې د حکومت سره خپلې سپارښتنې شریکوي او په دې کې مو ډیر تکړه او مهم خلک شامل کړي دي. دغه شان مونږ کار روان کړی دی چې په روان کال کې د لوړو زده کړو صوبايي کمېشن هم جوړ کړو."

مستقل وایس چانسلرانو نه لرونکي پوهنتونونه

د استادانو د اتحادیو او چارواکو په وینا د ایبټ اباد د ساینس او ټیکنالوجۍ پوهنتون، د ډیره اسماعیل خان ګومل پوهنتون، د کرک خوشال خان خټک پوهنتون، د ډیره اسماعیل خان زرعي پوهنتون، هزاره پوهنتون، د صوابۍ د ښځو پوهنتون، د مردان د اینجینیرۍ پوهنتون او د لکي مروت پوهنتون د تېر یو کال راهیسې بغیر له مستقل وایس چانسلرانو روان دي. داراز د مردان عبدالولي خان پوهنتون، د چارسدې باچاخان پوهنتون، د نوښار د ټیکنالوژۍ پوهنتون، د کوهات د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون، پېښور پوهنتون، د بنو د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون، او د پیښور د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون د تېرو څلورو میاشتو راهیسې له مستقل وایس چانسلرانو پرته کار کوي.

ددې سره سم په سوات کې نوې جوړ شوی زرعي پوهنتون، د انجینرینګ او اپلائیډ ساینسز پوهنتون، شانګله پوهنتون او د وټرنیري او اینیمیل ساینسز پوهنتونونه هم وایس چانسلران نه لري.

XS
SM
MD
LG