د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام علي وايي د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه له لویو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي


غلام علي د اکتوبر پر ۱۴مه د سیدو شریف طب پوهنځي تر فراغت تر غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.
غلام علي د اکتوبر پر ۱۴مه د سیدو شریف طب پوهنځي تر فراغت تر غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.

د خیبر پښتونخوا ګورنر ویلي، که وفاقي حکومت پیسې ور نه کړي نو د صوبې پوهنتونونو چارې د درېدو له خطر سره مخامخېدای شي.

غلام علي د اکتوبر پر ۱۴مه په سوات کې د سیدو شریف د طب پوهنځي یا میډیکل کالج نویو فارغو ډاکټرانو ته د اسنادو ورکولو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې صوبه له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

ده وویل، د خیبر پښتونخوا د ۳۴ پوهنتونونو لګښتونه ۳۵ فیصده زیات شوي دي چې ټولې پینځه اربه روپۍ کېږي چې باید یې وفاقي حکومت ورکړي.

ګورنر غلام علي وویل چې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ورسره ژمنه کړې چې دا مسله به هواروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور پوهنتون په ګډون د صوبې یوشمېر پوهنتونونه وايي، مالي مشکلات یې دومره زیات دي چې د کارکوونکو تنخاګانې نه شي ورکولای.

د سیدو شریف میډیکل کالج د فراغت په غونډه کې ۱۷۲ ډاکټرانو بریلیکونه ترلاسه کړل.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG