د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون یو ځل بیا له مالي ستونزو سره مخامخ شوی دی


د پېښور پوهنتون ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پېښور پوهنتون ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پېښور پوهنتون ښوونکي وايي چې پوهنتون يې یو ځل بیا له مالي ستونزو سره مخامخ شوی دی او خپلو ملازمینو ته د اګست میاشتې تنخاګانې نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا هغه تاریخي پوهنتون له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او د تنخاګانو او تقاعد (پېنشن) لپاره اړینه پانګه نه لري.

د اګست پر ۲۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پوهنتون د ښوونکو اتحادیې (پیوټا) یو مشر ډاکټر صادق اپرېدي وویل چې تر ۱۸م اييني بدلون وروسته ورته د لوړو زدکړو وفاقي کمېشن پیسې نه ورکوي او صوبايي حکومت ورسره هم مرسته نه کوي.

هغه وویل چې دا مهال اینجینېرینګ پوهنتون د یو اعشاریه دوه اربه روپيو پوروړی دی او دغه شان په کېمپس کې دننه ذرعي پوهنتون او ورسره تړلې ادارې خواوشا د دوه اربه روپيو قرضداري دي.

د پیښور پوهنتونون مشر پروفېسر جهان بخت د یو لیک له لارې له خيبر پښتونخوا له صوبايي حکومته د ۳۲۰ مېلیونه روپيو بیړنۍ مرستې غوښتي دي. د اګست پر اتمه په لیک کې نوموړي ویلي چې د ملازمینو د تنخاګانو لپاره ۲۰۰ مېلیونه روپۍ، د پېنشن لپاره ۱۰۰ مېلیونه روپۍ او د نورو لګښتونو لپاره ۲۰ مېلیونه روپيو ته اړتیا لري.

صوبايي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د زده کوونکو د اتحادیو مشران وايي چې د پوهنتون د مالي بحران بوج پر هغوی پرېوتی دی او فیسونه یې لوړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG