د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګومل پوهنتون د زده کوونکو احتجاج پر مهال تړل شوی


پاکستان کې په تېرو کلونو کې زده کوونکو د فیسونو زیاتېدو ضد یوشمېر مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
پاکستان کې په تېرو کلونو کې زده کوونکو د فیسونو زیاتېدو ضد یوشمېر مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د ډېره اسماعیل خان د ګومل پوهنتون انتظامیې ویلي دي چې پوهنتون یې تر نامعلومې مودې پورې تړلی دی. دا په داسې حال کې ده چې زده کوونکي د فیسونو زیاتېدو له وجې په احتجاج دي او د پوهنتون د مشر (وایس چانسلر) د استعفا غوښتنه کوي.

هلته انتظامیې تور پورې کړی دی چې په صوبه کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي علي امین ګنډه پور وایس چانسلر ته ګواښ کړی دی.

نوموړي لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د تورونو پلټنې کوي.

ګورنر ته د وایس چانسلر لیک

د پوهنتون ویاند راجا عالمزېب د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، انتظامیې د خبرو له لارې د مسلې د هواري هڅه وکړه خو چې حالات سم نه شول نو پوهنتون یې وتړه.

دی وايي، په مسله کې د ګنډه پور لاس دی او د پوهنتون مشر پروفیسر افتخار احمد یې په اړه د سېپټېمبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا ګورنر ته لیک هم استولی دی. "څه خو شته نو ځکه وایس چانسلر ګورنر ته خط لېږدولی دی."

مشال راډیو هم هغه لیک ترلاسه کړی دی چې پکې وایس چانسلر دعوه کړې چې اوسمهال د پوهنتون دننه "له خطر سره مخامخ" دی او تور پورې کوي چې علي امین ګنډه پور ورته د وټس ایپ له لارې "دړکې کوي" او ورته وايي چې "له څوکۍ استعفا" ورکړي.

احمد په خپل لیک کې زیاته کړې چې ګنډه پور ورباندې تور پورې کړی چې د زده کوونکو له "راتلونکې سره لوبې" کوي.

د خیبر پښتونخوا او نورو صوبو ګورنران د ټولو پوهنتونونو چانسلران یا مشران بلل کېږي خو پوهنتونونه تر ډېره بریده په خپلو چارو کې خپلواکه وي.

د زده کوونکو احتجاج او دعوې

هلته په ګومل پوهنتون کې د متحده طلبا محاذ په نوم د زده کوونکو د ټولنې مشر واصف خان کنډی وايي، ګنډه پور ورسره ملګری شوی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې یې احتجاج ته دوام ورکړی دی او تور یې پورې کړ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د وایس چانسلر د "درغلیو ضد" یوشمېر احتجاجي مظاهرې کړې دي.

کنډی وايي، وایس چانسلر یې هر کال فیسونه څه باندې ۴۳ فیصده لوړوي او دا چې د پوهنتون د روغتیايي او د ژویو د علومو (هېلت اېنډ لایف ساینسز) څانګه د لوړو زده کړو له کمېشن سره نه ده ثبت شوې چې له وجې یې د زده کوونکو مستقبل له ګواښ سره مخامخ شوی دی. "په هېلت اېنډ لایف ساینسز په څانګه کې ۳،۰۰۰ زده کوونکي دي خو وایس چانسلر هغه څانګه د شخصي پوهنتون په حیث چلوي او د لوړو زده کړو له کمېشن سره یې نه ده درج کړې."

پر وایس چانسلر افتخار احمد د زده کوونکو د تورونو پلټنې کوو او د زده کوونکو ځینې غوښتنې به منل کېږي.
محمد علي سیف

په تېرو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په ګډون پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د لګښتونو زیاتېدو او محدودیتونو پرضد مظاهرې شوې دي.

په ګومل پوهنتون کې د قبایلي زده کوونکو د سازمان مشر داراز وايي چې په احتجاج یې ځکه هم لاس پورې کړ چې انتظامیې ورڅخه د هاسټل د بجلۍ لګښتونو لپاره ۱۵،۰۰۰ روپۍ اضافي وغوښتې.

خالد خان وزیر د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې څوک احتجاج کوي له پوهنتونه اېستل کېږي او پولیس د انتظامیې په لارښوونه ورباندې تشدد کوي.

نوموړی وايي، تر دې دمه، د ده په ګډون د شاوخوا ۱۰ زده کوونکو پرضد د عامه نظم ګډوډۍ او د ترهګرۍ په تورونو مقدمې هم دایرې شوې دي. "چې څوک هم د زده کوونکو د حقونو لپاره راپورته کېږي نو پر ضد يې اېف ای ارې درجېږي."

د پوهنتون انتظامیې دریځ

د پوهنتون انتظامیې د زده کوونکو د سازمانونو د مشرانو د تورونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو ویاند یې د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا دعوې او تورونه رد کړي ول.

د پوهنتون ویاند راجا عالمزېب هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې په احتجاجونو کې هغه کسان ککړ دي چې په پوهنتون کې داخل نه دي او انتظامي چارو ته سیاسي رنګ ورکول غواړي.

دی دا راز وايي، اصلاً فیسونه په کمېدو دي او پر زده کوونکو هېڅ تشدد نه دی شوی. "انتظامیې ویلي دي چې په هر هاسټل کې د برېښنا یو میټر لګوي او ټول به یې په شریکه خرڅ ورکوي. چې زه بجلي کاروم نو [پیسې یا] یا بېل به یې هم زه ورکوم. یو طالب علم هیټر کاروي، بل اېیرکنډېشنر او بل کولر او بل یو غریب طالب علم دی چې دا کار نه کوي نو خرڅ به هم ورباندې هومره نه راځي. نو له دې کبله موږ بدلونونه کړي دي او اوس به د ټولو لپاره یو شان قانون وي."

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ

اخوا د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ د غړي علي امین ګنډه پور دفاع کوي او وايي، هغه څه بده خبره نه ده کړې او یوازې یې د خپلې حلقې د زده کوونکو مسلې راپورته کړې دي.

محمد علي سیف د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت د ګومل پوهنتون پر خالي ځمکه د زرعي پوهنتون جوړول منظور کړي ول خو د پوهنتون مشر هغه امر هم نه وو منلی.

سیف زیاتوي چې پلټنې او د پوهنتون پرانیستو هڅې کوي. "پر وایس چانسلر افتخار احمد د زده کوونکو د تورونو پلټنې کوو او د زده کوونکو ځینې غوښتنې به منل کېږي چې په یوه اوونۍ کې دننه پوهنتون بیا خلاص شي."

XS
SM
MD
LG