د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون استادانو احتجاج ختم کړی دی


استادانو او کارکوونکو د اپرېل له اوومې راهيسې په پوهنتون کې احتجاجي کېمپ لګولی وو. پخوانۍ انځور
استادانو او کارکوونکو د اپرېل له اوومې راهيسې په پوهنتون کې احتجاجي کېمپ لګولی وو. پخوانۍ انځور

د پېښور پوهنتون استادان وايي چې د خيبر پښتونخوا ګورنر په ضمانت يې خپل ۴۱ ورځنی احتجاج پای ته رسولی دی.

د پېښور پوهنتون د استادانو د اتحاديې (پيوټا) يو مخکښ ډاکټر نور ثناالدين مشال راډيو ته وويل چې نن (د اپرېل پر ۱۸مه) يې تر هغې وروسته احتجاج ختم کړ چې کله د خيبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ورته ضمانت ورکړ چې غوښتنې به يې ومنل شي. خو د ګورنر دفتر په دې اړه هېڅ نه دي ويلي البته د پوهنتون وياند نعمان خان نن (د اپرېل پر ۱۸مه) له مشال راډيو سره په خبرو کې دومره وويل چې د پوهنتون د کارکوونکو د تنخاګانو غوښتنه منل شوې ده.

د استادانو غوښتنې څه دي؟

پیوټا او د پوهنتون د نورو کارکوونکو د ټولنې ګډې عامله یا اېکشن کمېټۍ د مارچ پر اوومه تر احتجاجي لاریون وروسته د کاربندیز پیلولو پر مهال یوشمېر غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د وایس چانسلر ګوښه کول، د پوهنتون د هاسټلونو د امنیتي مشر ثقلین بنګښ د وژنې عدالتي پلټنې، پوهنتون له وسلو پاکول، د اوسنیو امنیتي ساتونکو نفسیاتي یا رواني معاینه او د قابلیت پر اساس د نویو ساتونکو ګومارنه او په پوهنتون کې پر عارضي بنیادونو د ملازمينو برتیانو ختمول شامل دي. خو ثناالدین مشال راډيو ته ونه ويل چې ایا ګورنر ورته د ټولو يا ځينو غوښتنو د منلو ضمانت ورکړی دی.

دا احتجاج تر هغې دوه ورځې وروسته پیل شو چې د مارچ پر پینځمه یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د "سېګما" په نامه د شخصي کمپنۍ (شرکت) يو مشر ثقلین بنګښ وژلی وو. د هغه د وژنې پرضد د مارچ پر شپږمه نېټه د پوهنتون د زده کوونکو د ټولو سازمانونو ګډې اتحاديې "متحده طلبا محاذ" احتجاجي مظاهره وکړه.

تر دې مخکې له پېښور پوهنتون سره جوخت په اسلاميه کالج پوهنتون کې یو امنیتي ساتونکي د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د انګریزي ادب استاد بشیر احمد وواژه. پولیس وايي، هغه ساتونکی یې نیولی دی او ورباندې مقدمه دایره شوې ده.

د پېښور پوهنتون رجسټرار سیف الله خان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې په پېښور پوهنتون کې څه باندې ۱۶،۰۰۰ زده کوونکي تعلیم ترلاسه کوي چې تر ۵۰۰ زيات استادان درس ورته وايي. د ده په خبره، د استادانو تر څنګ د تدریسي چارو مرستیالانو او د صفایي کارکوونکو هم احتجاجي کاربندیز کړی وو.

XS
SM
MD
LG