د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د غیرحاضرو ښوونکو تنخاوې بندوي او له دندو یې ليرې کوي


په کوټه کې يو زده کوونکی د امتحانونو په هال کې ناست دی - انځور له ارشیفه
په کوټه کې يو زده کوونکی د امتحانونو په هال کې ناست دی - انځور له ارشیفه

د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د سرکاري سکولونو د غیرحاضرو ښوونکو پرضد یې کارروايي پیل کړې ده.

د دوی په وينا تر اوسه یې له ۸۰ زرو څخه نژدې دوه زره هغه ښوونکي په نښه کړي‌ دي چې په مسلسله توګه به سکولونو ته نه ورتلل.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د مارچ میاشتې پر ۲۵مه اعلان کړی وو چې غیرحاضر اوسېدونکي استادان به له نوکریو لرې کوي‌ او پر ځای به یې په قراردادي توګه نور کسان اخلي.

د صوبايي‌ حکومت ویاند شاهد رند د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، له کله چې حکومت د حاضري نه ورکوونکو استادانو له نوکرۍ ليرې کولو اعلان کړی دی نو ډېر پکې حاضر شوي دي. "په لومړي سر کې ۲۰۰۰ داسې استادان په ګوته شوي وو چې مسلسل به له سکولونو غیرحاضر وو، په دوی کې ځینو ته نوټسونه ورکړل شوي او ځینې معطله کړل شوي دي او چا چې محکمې ته ځواب نه دی ورکړی د هغوی تنخاوې بندې دي. څوک چې ډیوټۍ نه کوي هغوی به له ضروري کاغذي کارروايي‌ وروسته له نوکریو لیرې کېږي او پر دې کار روان دی."

د بلوچستان د تعلیم محکمې د معلومات له مخې، په یاده صوبه کې په مجموعي توګه ۱۳۲۷۹ سرکاري سکولونه دي. په دې کې ۱۱۱۶۷ پرایمري، ۱۲۳۳ میډل او ۸۳۶ های سکولونه دي. د یادې محکمې په وینا، په دې سکولونو کې شاوخوا ۳۳۰۰ غیر فعال دي چې لویه وجه یې د استادانو نه ورتګ ګڼل کېږي.

په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادانو اتحادیې – بلوچستان ګورنمنټ ټیچرز اسوسیېشن ایني - مشر مجیب الله غرشین مشال راډیو ته وویل، دوی په سکولونو کې د استادانو د حاضرۍ پوره کولو لپاره د حکومتي اقداماتو هرکلی کوي. خو د ده په وینا، داسې اعلانونه تر دې وړاندې هم شوي چې نتیجه یې نه ده ورکړې او مسله پر ځای پاتې ده.

ده وویل، حکومت که په رښتیا هم د صوبې غیرفعال سکولونه فعالوي او معیار یې لوړل غواړي نو د دې لپاره په دې نظام کې د بدلون ضرورت دی. "په غیرحاضرو استادانو کې زیاتره یا د سیاسي‌ ګوندونو او یا هم د صوبايي غړو ملاتړ لري. په هر یوه ایم پي اې او وزیر پسې، اته او لس استادان تړلي وي. حکومت اوس ۲۰۰ استادانو ته شوکاز نوټسونه ورکړي دي او هغوی یې معطله کړي هم دي خو زه وایم چې دا تر سره نشي رسولای ځکه چې د اسمبلۍ هر غړی او وزیر د خپلې سیمې د استادانو ساتنه کوي او د دې مسلې د هواري لپاره له تېرو ۳۰ کالو هڅه شوې ده خو کامیابه شوې نه ده."

حاضري ورکوونکي استادان وايي، د دوی کوم همکاران چې ډیوټۍ ته نه ورځي، له دې سره نه یوازې پر دوی بوج زیات شي بلکې پر کار او روحیه یې هم منفي اغېز کوي.

اکرم موساخېل د لورالايي په شبوزي های سکول کې استاد دی. دا وايي، په کار ده چې په سکولونو کې هم د غیرحاضریو مسله د امنیتي ادارو په څېر وڅارل شي. "دا خو د مشین د پرزو په څېر وي، چې یوه پرزه سم کار نه کوي نو د دې به پر ټوله اداره اغېز وي. په هره اداره کې داسې پنځه او لس فیصده استادان وي چې په سمه توګه حاضري او خپل کار نه کوي نو له بده مرغه، په پوځ او پولیسو کې د غیرحاضریو یو معیار معلوم دی خو حکومت په سکولونو کې لا دا معیار تر اوسه نه دی ټاکلی."

بلوچستان نه یوازې د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه او د ابادۍ له پلوه تر ټولو وړه صوبه بلل کېږي خو دا صوبه د تعلیم په ډګر کې هم تر نورو ټولو صوبو وروسته ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG