د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ۳،۴۰۰ ښوونځي د ښوونکو د نيشتوالي له امله بند پاتې دي


د پاکستان په یوه سکول ګې یو ملازم د درس خونه پاکوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان په یوه سکول ګې یو ملازم د درس خونه پاکوي: انځور له ارشیفه

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، په صوبه کې د بېلا بېلو ستونزو له کبله په زرګونه سکولونه بند دي.

د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې د تعلیم محکمه د استادانو له دومره لوی کمي سره مخامخ ده چې له کبله یې په زرګونه سکولونه بند شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې په ځانګړې توګه د پرایمري او میډل سکولونو حالت ډېر خراب دی.

دا خبرې د صوبې د تعلیم نګران وزیر قادر بخش بلوڅ د دسمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وکړې. ده وویل، نګران حکومت د دې بند سکولونو فعاله کولو لپاره د خپل واک په دایره کې هڅې کړې دي.

نوموړی وايي، د سکولونو د استادانو هغه ټولې تبادلې یې منسوخې کړې دي چې د پیسو په بدل کې یې د ځان د اساني لپاره په ښاري سیمو یا هغو سیمو کې ډیوټۍ کولې چې دوی ته یې واره خوړه: "په ۱۶۵۰۰ سرکاري‌ پرایمري سکولونو کې څه باندې ۵۷۰۰ داسې دي چې یوازې یو استاد لري. شاوخوا ۳۴۰۰ سکولونه بیا د استاد نیشتوالي له کبله بند شوي دي. له موږ سره دا وخت د ۱۴۵۰۰ زره استادانو سیټونه خالي دي."


قادر بخش بلوڅ زیاته کړه چې په ۲۰۲۰م کال کې سېلابونو د صوبې شاوخوا ۵۵۰۰ سکولونه متاثره کړي وو چې تر اوسه پکې ۱۰ فیصده لا هم نه دي بحال کړل شوي.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۳م کال په منځ کې اعلان کړی وو چې په صوبه کې به شاوخوا نهه زره د سکول استادان برتي کوي. خو د بلوچستان های کورټ د ۲۰۲۳م کال د جولای پر ۲۰مه د تعلیم محکمې ته امر وکړ چې دا پروسه ودروي.

یاد عدالت دا امر د هغو خبرونو له خپرېدو وروسته کړی وو چې ګواکې صوبايي حکومت یادې نوکرۍ پر معیار د استادانو برتي کولو پر ځای په پیسو پلوري. خو د هغه وخت اعلا وزیرعبدالقدوس بزنجو داسې تورونه رد کړي وو.

د تعلیم نګران صوبايي وزیر قادر بخش بلوڅ وايي، هغه مسله لا هم په های کورټ کې روانه ده نو ځکه د نویو استادانو د برتي کولو پروسه بیا نده پیل شوې.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه او په تعلیم کې تر ټولو وروسته پاته صوبه بلل کېږي. قادر بخش بلوڅ مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان د تعلیم نظام د نورو صوبو په څېر پېیلی او موثر نه دی: "بلوچستان ډېر پراخ دی نو ځکه دا وخت پرایمري سکولونه له ابادۍ څخه له اتو تر ۱۲ کلومیټرو لرې دي او په ځینو سیمو کې خو میډل سکولونه ۳۰ کلومیټره لرې دي. دا د اقتصادي مشکلاتو له کبله داسې دي. که وسایل وي‌ نو نژدې به سکولونه جوړ کړل شي. تاسو اندازه ولګوئ چې په نورو صوبو کې د هرو درې یا څلورو پرایمري سکولونو پر سر یو میډل سکول وي خو په بلوچستان کې د اتو یا نهو پرایمري سکولونو پر سر یو میډل سکول وي."

په بلوچستان کې د سکولونو د معیار څارونکې ادارې - بلوچستان اسیسمنټ، ایګزامینېشن اینډ کمېشن – څېړونکې صابرې غلزۍ مشال راډیو ته وویل، په ځانګړې توګه د بلوچستان لرې پرتې سیمې ډېرې توجه ته ضرورت لري. نوموړې وویل، دوی ته د سکولونو د څار پر وخت معلومه شوې ده چې د وسایل لرونکو او وسایل نه لرونکو سکولونو د ماشومانو په سویه کې بیخې زیات فرق وي.

د صابرې غلزۍ په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې اداره یونیسف د صوبې له ۳۵ ضلعو څخه په ۲۲ هغو کې سکولونه څاري. نوموړې وویل، د یونسېف تر څار لاندې او عامو سکولو کې بیخې زیات فرق دی: "ماشومانو ته یو داسې ماحول په کار وي چې هغه هلته ښه زده کړه کولای شي‌ او د دې لپاره هغوی ته د ښو روزل شویو استادانو او اړوند وسایلو ضرورت وي."

د تعلیم نګران وزیر قادر بخش بلوڅ وویل، دوی هڅه کوي چې د های کورټ له اجازې سمدستي وروسته د استادانو برتي‌ کولو پروسه پیل او راتلونکي منتخب حکومت ته د واک تر سپارلو وړاندې یې سر ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG