د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان یوشمېر ښوونکي له ۱۰ ورځو راهیسې د نه خوړلو په اعتصاب دي


ښوونکي وايي، د بلوچستان حکومت دې یې رتبې لوړې کړي - د جون ۱۶مې انځور.
ښوونکي وايي، د بلوچستان حکومت دې یې رتبې لوړې کړي - د جون ۱۶مې انځور.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته د سرکاري ښوونځیو استادانو له ۱۰ ورځو راهیسې د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړی دی.

هغه ۱۱ استادان د رتبو لوړولو غوښتنه کوي او وايي چې حکومت پر ژمنو سربېره له کلونو راهیسې د صوبې سرکاري سکولونو استادانو ته ترقي نه ده ورکړې.

په همدې حال کې د مظاهرچیانو په غوښتنه د جون پر ۱۶مه د بلوچستان په زیاتره برخو کې سرکاري ښوونځي تړل شوي دي.

په بلوچستان کې د سرکاري ښوونځیو د استادانو ټولنې مرستیال عارف ترین وايي، د غوښتنې تر منل کېدو پورې د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکوي.

د ټولنې یو بل مرستیال مشر صدیق مشواڼی وايي، د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په درو صوبو کې حکومتونو د ښوونکو رتبې لوړې کړې دي خو د بلوچستان حکومت لا دا کار نه دی کړی.

د بلوچستان د سرکاري سکولونو استادانو د جون پر څلورمه د خپلو رتبو د نه لوړېدو پرضد احتجاج هم کړی وو. تر هغې وروسته ۱۱ ښوونکو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې د بلوچستان حکومت صوبايي اسمبلۍ ته د جون پر ۱۶مه د راتلونکي مالي بودیجه (بجټ) وړاندې کړي. خو اوس حکومت وايي چې بودیجه د جون پر ۱۹مه وړاندې کوي.

حکومتي چارواکي وايي، د راتلونکي کال بودیجه ښايي ۷۰۰ اربه روپۍ وي چې پکې له ۱۰۰ اربه څخه د زیاتې د تاوان یا خسارې امکان دی. کله چې د حکومت ګټه یا امدن له لګښته کمه وي، نو بیا هغه د بجټ خساره یا تاوان بلل کېږي.

د بلوچستان حکومت وايي، د ښوونکو د غوښتنې پوره کولو هڅه کوي. د تعلیمي چارو صوبايي وزیر نصیب الله مري د جون پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ښوونکو زیاتره غوښتنې یې منلې او عملي کړې دي.

ده البته وايي چې د ترقیو غوښتنه د مالي مشکلاتو له کبله ځنډېدلې ده.

مري زیاتوي چې د مالیې وزارت ته یې د استادانو د رتبو د لوړولو دوسیه استولې ده او هیله ده چې حکومت به د دې کار لپاره د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پیلېدونکي مالي کال په بودیجه کې پیسې بېلې کړي.

د بلوچستان حکومت وايي، په هغه صوبه کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان حکومتي دندې ترسره کوي چې تر ټولو زیات شمېر پکې د تعلیم څانګې د کارکوونکو دی.

د هغې صوبې حکومت سږکال د ۹،۰۰۰ نورو استادانو د ګومارلو اعلان کړی او د دې لپاره یې په ځینو ضلعو کې له نوماندانو څخه امتحانونه هم اخیستلي دي.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان وخت پر وخت د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کوي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن استادانو د خپلو نوکریو دایمي کېدو او داراز په تنخا او پېنشن (تقاعدي پیسو) کې د زیاتوالي لپاره مظاهرې کړي دي.

داراز د روان کال په اپرېل په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او کارکوونکو پر وخت د معاش (تنخا) نه ورکول کېدو پرضد احتجاج کړی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG