د لاسرسي ځای

تازه خبر

بيوټمز پوهنتون په ژوب او مسلم باغ کې رسمي څانګې جوړوي


بلوچستان يونيورستي اف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجینیرینګ اېنډ مېنېجمېنټ ساینسز (بيوټمز) پوهنتون د کوټې ښار په ګډون څلور څانګې لري ــ انځور له ارشيفه
بلوچستان يونيورستي اف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجینیرینګ اېنډ مېنېجمېنټ ساینسز (بيوټمز) پوهنتون د کوټې ښار په ګډون څلور څانګې لري ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د پلان وزارت د بلوچستان په ژوب او مسلم باغ کې د بيوټمز يا ای ټي پوهنتون د رسمي څانګو لپاره د پينځه اربه روپیو منظوري ورکړې ده.

د پلاننګ کمېشن غړي رفیع الله کاکړ د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په دې پیسو به اوس هلته د یاد پوهنتون کېمپسونه یا څانګې جوړېږي.

ده وویل، " دا په مسلم باغ او ژوب کې د بيوټمز پوهنتون څانګې په عارضي توګه پينځه کاله وړاندې پیل شوې وې خو بیا فنډونه نه ورکول کېدل، اوس به په دې پیسو هلته باقاعده ودانۍ ورته جوړېږي."

د بلوچستان يونيورسټي اف انفارمېشن ټېکنالوجي، اينجينيرينګ اېنډ مېنېجمېنټ ساينسز (بيوټمز) د مسلم باغ څانګې مشر محمد علي کاکړ د دې فنډ پر منظورۍ خوښي وښودله او دا یې د سیمې د تعلیم لپاره مهم ګام وباله.

نوموړي وویل چې په دې پیسو به لومړی د درس ورکولو لپاره ودانۍ جوړوي. هغه زیاته کړه، "لومړيتوب دا دی چې کلاس روم (د لوست خونې)، لیبارېټرۍ او کتابتون جوړ کړو او له هغه وروسته به د اوسېدو لپاره فلېټونه او کورونه جوړوو."

علي کاکړ زياته کړه، دوی دا لوی پرمختګ بولي چې په ژوب او مسلم باغ کې د لوړو زدکړو ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

ده وویل، "دا په ځانګړې توګه د غریبو زده کوونکو او د سیمې د نجونو لپاره ډېره لویه موقع ده، هغه ځکه چې دوی د غربت له کبله په تعلیم پسې لویو ښارونو ته نشي تلای."

خدایداد جوګیزی هره شپه بچیو ته چیغکه غږوي او بیا یې سبق ته کښېنوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00


د بلوچستان پوهنتون استاد او د پښتو څانګې مشر ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، په ژوب او مسلم باغ کې د پوهنتون څانګې به په ځانګړې توګه په سیمه کې د ښځو تعلیم ته ډېره ګټه ورسوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د کلتوري ستونزو او د ریاست له خوا د مناسبو اسانتیاوو د نیشتوالي له کبله په سیمه کې د ښځو تعلیمي لړۍ ډېره ټکڼۍ اوسېدلې ده.

هغه زياته کړه، "داسې ویل کېږي چې له پرایمري تر اتم جماعته ۸۰ فیصده نجونه په دې مينځ کې له تعلیمه پاته کېږي، او بیا تر ۱۰م جماعت پورې یوازې اته فیصده پاته کېږي او هم داسې د لوړو زده کړو لپاره، په ځانکړې توګه د لېرو پرتو سیمو هغه زده کوونکي او نجونه چې لویو ښارونو ته د تګ وس نه لري، دا به د هغوی لپاره دا ستونزه را کمه کړي."

خو د ډاکټر برکت شاه کاکړ په خبره، په کار دا ده چې په دې کېمپسونو (څانګو) کې د اوسني وخت له ضرورت سره سم درسونه ورکړل شي.


د ژوب کالج استاد پروفیسر سلیم جان مندوخېل مشال راډیو ته وویل، په یو سیمه کې د پوهنتون پرانيستل کېدل د تعلیم لپاره ګټور ګام دی خو د ده په وینا، لومړی د هغې سیمې ضرورت ته کتل په کار دي.

ده وویل، د سیمې خلک ډېر بې وسه دي او په کار ده چې حکومت ولس ته د تعلیم ترلاسه کول اسان او ارزان کړي.

نوموړي زیاته کړه، "په ژوب کې به پوهنتون موجود وي، خو فیس به یې دومره لوړ وي چې د همدې ځای زده کوونکي به سبقونه پکې نه شي ویلای. زما په خیال که حکومت کالجونو ته پام وکړي او داسې نظام ورته جوړ کړي چې استادان یې وروزل شي او نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړل شي نو دا به د پوهنتونو پرتله ډېره ګټه ورسوي."

بيوټمز پوهنتون څلور څانګې لري چې دوې یې په کوټه او دوې به يې په رسمي توګه په مسلم باغ او ژوب کې وي. دا تر بلوچستان پوهنتون وروسته د صوبې او په ځانګړې توګه د پښتون مېشتو سیمو لپاره مهمه تعلیمي اداره ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG