د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت قبایلو کې د ټیکس نظام عملي کوي


پراګ ـ د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم خان ویلي، په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي کارونو تر پوره کېدو وروسته به هلته د ټیکس نظام پیل کړي.

نوموړي د مارچ پر ۱۶مه مشال رېډیو ته وویل، حکومت تر پېنځو کلونو پورې د خیبر پښتونخوا له قبایلي او نیمه قبایلي سیمو څخه د ټیکسونو نه اخیستو پرېکړه کړې ده او دا خبره یې په یوه تازه فرمان کې هم تکرار کړې:

"دا زموږ ژمنه وه چې قبایلي ضلعو او ملاکنډ کې به خلک د بجلۍ بل ورکوي خو نور به پر هر څیز د پرمختیايي کارونو تر بشپړېدو پورې ټیکسونه نه وي. لومړی به په قبایلو کې د پرمختیا کارونه کېږي او تر هغې وروسته به یې په ټیکس نظام کې راولو. تاسو به د خیبرپښتونخوا د موجوده حکومت د پرمختیايي کارونو پلانونه لېدلې وي نو چې زموږ کارونه یو وارې پوره شي بیا به د ټیکسونو خبرې کوو."

د مارچ پر ۱۵مه، په خیبر کې ټرانسپورټرانو د ټیکسونو خلاف احتجاج وکړ او د څه وخت لپاره یې د خیبر درې لاره هم تړلې وه. ټرانسپورټران وایې دغه "ټول پلازه" غیر قانوني ده او د خیبر پښتونخوا ګورنر ورته ویلي ول چې کله فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه شي نو هلته به تر پېنځو کلونو پورې حکومت ټیکسونه نه اخلي خو د دې پرېکړې سرغړونه روانه ده.

له تیمور سلیم خانه مې چې د دې ټیکسونو په اړه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې د ټرانسپوټرانو پر دې مسلې به غور کوي:

"هغه تجارتي [هلې ځلې] په نوره پښتونخوا کې کېږي، هغه بدلې دي. له ټرانسپورټرانو سره ما لېدلي دي او د هغوی مسلې به حل کوو. په پاکستان کې د ټیکس نه ورکولو یو روایت هم شته. هغه تجارت چې له کراچۍ څخه پېښور ته کېږي نو د هغې حیثیت خو بدل دی. ما ته د خیبربښتونخوا د ټرانسپورټ اتحادیې والا راغلي ول او ویل یې چې د دوی او د پنجاب په ټیکسونو کې فرق دی نو د هغې مسلې به زه جاج اخلم."

هلته په قبایلي ضلعو کې ځېنې کسان دا تورونه هم لګوي چې حکومت ترې غیر رسمي ټیکسونه اخلي.

په شمالي وزیرستان کې مدني فعال نظام داوړ وايي، حکومت په قبایلي ضلعو کې د انکم ټیکس او بانکونو قانون په څېر قوانین عملي کړي چې له وجې یې قبایل رسمي او غېر رسمي دواړه ټیکسونه ورکوي:

"په قبایلي ضلعو کې د جایداد او کرکیلې سره تړلی ټیکس شته او د هغې وجه دا ده چې دلته ځمکې د خلکو خپلې نه دي. زموږ خلک که له افغانستانه سامان راوړي او که د پاکستان له کومې بلې ضلعې، نو په دواړو صورتونو کې کسټم ورکوي. د پاکستان په نورو سیمو کې رسمي ټیکسونه دي او په قبایلي ضلعو کې غیر رسمي ټیکسونه دي چې پولیټیکل انتظامیه یې ترلاسه کوي. که قبایلي ضلعې له ټیکسه ازادې وي نو بیا حکومت هلته نیشنل لاجسټک سیل ولې جوړ کړی دی او [ولې] له خلکو ټیکس اخلي؟ زه که په کراچۍ یا لاهور کې سامان واخلم نو په هغې ۱۷ في صده [عمومي] ټیکس ورکوم. بیا هغه سامان چې زه وزیرستان ته وړم نو دلته پرې [د اجازتنامې پیسې] ورکوم. نو پر ما خو د پاکستان د نورو ښارونو د خلکو په نسبت غبرګ ټیکس راځي."

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري څه موده وړاندې ویلي ول چې په قبایلي ضلعو کې به په تنخاګانو ټیکسونه نه اخیستل کېږي خو نظام داوړ وايي چې له هغه او نورو قبایلو څخه د هغوی پر تنخاګانو او منافعې ټیکسونه اخېستل کېږي.

XS
SM
MD
LG