د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون وایي د مالي ستونزو له کبله تنخاګانې نه شي ورکولی


پېښور پوهنتون له یوشمېر کلونو راهیسې د مالي ستونزو ښکار دی ـ انځور له ارشیفه
پېښور پوهنتون له یوشمېر کلونو راهیسې د مالي ستونزو ښکار دی ـ انځور له ارشیفه

د پېښور پوهنتون چارواکي وايي، د مالي ستونزو له کبله د کارکوونکو تنخاګانې نه شي ورکولی او د ستونزې د هوارۍ لپاره ۴۰۰ مېلیونه روپیو ته اړتیا لري.

د پوهنتون ویاند محمد نعمان د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په مارچ کې د زده کوونکو، استادانو او د پوهنتون د کارکوونکو د احتجاجونو له کبله ګڼو زده کوونکو فیسونه نه دي ورکړي چې ورسره د پوهنتون مالي ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي.

هغه وویل چې د لوړو زده کړو کمېشن ته یې هم ۹۰ کروړه روپۍ پاتې دي.

د پوهنتون انتظامیې د مې پر ۱۸مه له صوبايي حکومته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د پوهنتون د ستونزو هواري لپاره دې ورته ۴۰۰ مېلیونه روپۍ ورکړي.

پېښور پوهنتون له یوشمېر کلونو راهیسې د مالي مشکلاتو ښکار ​دی او په تېرو وختونو کې یې هم استادانو او نورو کارکوونکو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې دي.

بلخوا د پوهنتون یوشمېر زده کوونکو مشال راډیو ته ویلي چې د احتجاجونو له وجې ورته استادانو درس نه دی ویلی نو ځکه هغوی فیسونه نه ورکوي.

استادانو د مارچ پر شپږمه نېټه له هغه وروسته احتجاج پیل کړی وو چې د پوهنتون امنیتي چارو مسوول ثقلین بنګښ او د اسلامیه کالج استاد پروفیسر بشیر په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول.

احتجاج تر ۴۱ ورځو روان و چې د اپرېل پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا ګورنر او استادانو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته ختم شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG