د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د انتظامي کارکوونکو احتجاج دوام لري


د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه
د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه

د پېښور پوهنتون د انتظامي کارکوونکو د تنخاګانو او پېنشن (د تقاعد پیسو) د اضافي پيسو نه ترلاسه کېدو پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

د پوهنتون انتظامي کارکوونکي له تېرې يوې مياشتې راهيسې په احتجاج دي. دوی دريځ لري چې حکومت یې تېر کال تنخاګانې ۳۵ سلنه او پېنشن ۱۷ سلنه زیات کړی وو خو تر اوسه یې ورته اضافي پیسې نه دي ورکړې.

د احتجاج له وجې په پوهنتون کې انتظامي چارې په ټپه ولاړې دي.

د خيبر پښتونخوا د پوهنتونونو د اتحاديي مشر صلاح الدين د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې حکومت باید د نويو يونيورسټيو جوړولو پرځای د اوسنیو پوهنتونونو مالي ستونزې هوارې کړي.

بلخوا د پېښور پوهنتون وياند نعمان خان مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد اعلان شوې پيسې ورکړي چې د انتظامي کارکوونکو ستونزې حل شي.

د پوهنتون انتظامي کارکوونکو ویلي که غوښتنې یې و نه منل شوې نو د ډېسېمبر پر ۱۶مه د صوبای اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته پرلت وهي.

دا په داسې حال کې ده چې پېښور پوهنتون له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او د تنخاګانو او تقاعد (پېنشن) لپاره اړینه پانګه نه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د اکتوبر په میاشت کې ویلي ول چې که وفاقي حکومت پیسې ور نه کړي نو د صوبې پوهنتونونو چارې د درېدو له خطر سره مخامخېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG