د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي حکومت یې ۵ مياشتې وروسته هم غوښتنې نه دې منلي


د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر میاشتې راهیسې پرلت وهلی دی.
د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر میاشتې راهیسې پرلت وهلی دی.

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې په پرلت ناست کسان وايي، د احتجاج یې له پینځو میاشتو نه زیاته موده کېږي خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دي منلې.

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.

دوی وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

په سیمه کې د پرلت له وجې پر انګور اډې تجارت او نورې کاروباري چارې درېدلې دي.

د اپریل په پینځمه نېټه هم دغو پرلت والو مشال راډیو ته وویل چې حکومت یې د مسلې په هوارولو او د شرطونو په منلو کې سنجیده نه دی او نه هم څه ډول ځواب ورکوي.

د پرلت یو مشر محب وزیر مشال راډیو ته وویل، د سیمې ولس د خپلو بنیادي حقونو غوښتنه کوي خو بیا یې هم حکومت نه مني: "موږ غواړو چې ځایي خلک دې بغېر له وېزې او پاسپورټه تګ راتګ کوي، موږ دلته د موبایل نیټورک او ورسره د سکول او روغتون د فعالېدو غوښتنه کوو، دا زموږ بنیادي حقونه دي. د سیمې انتظامیه وایي چې له موږ سره یې مذاکرات شوې دي خو حقیقت دا دی چې زموږ پر غوښتنو هېڅ کار نه دی شوی."

مشال راډیو هڅه وکړه د جنوبي وزیرستان د انتظامي چارواکو نظر په دې اړه را واخلي خو بریالۍ نه شوه، خو د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان تر دې وړاندې تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي وو چې د ناستې له ګډونوالو سره ځايي مشرانو په وسیله خبرو او جرګو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې مسله هواره شي.

البته له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي زبېر وزیر مشال راډیو ته ویلي چې د انګور اډې د احتجاج کونکیو پر غوښتنو یې د صوبایي حکومت او امنیتي چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG