د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي شاوخوا ۴ میاشتې وشوې خو حکومت یې غوښتنې نه دي منلې


د انګور اډې اوسېدونکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی - د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور.
د انګور اډې اوسېدونکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی - د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاجیان وايي، له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې یې پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي.

د پرلت یو مشر محمد رسول د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې هغوی د سيمې د ولس لپاره د انګور اډې له لارې له افغانستان سره په تګ راتګ کې د اسانتيا او د تعليم او روغتيا تر څنګ د امنيت، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکې بحالولو او د ژوند د بنيادي سهولتونو غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې پر هغه لاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي. "دلته بارډر (پوله) زموږ پر خاوره دی، ژوند زموږ ورسره تړلی دی خو نور خلک په اربونو روپۍ راڅخه وړي. دلته د کاروبار مسلې دي او غربت دی. پاسپورټ او ويزه موږ په دې نه غواړو چې [د پولې هغې خوا ته] هم زموږ کورونه دي او دلته هم زموږ کورونه دي."

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.

مشال راډيو د پرلتوالو د څرګندونو په اړه د تبصرې لپاره په بیا بیا د کوز جنوبي‌ وزیرستان له ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان سره رابطه وکړه خو هغه ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.

البته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي زبير وزير مشال راډيو ته وویل چې د انګور اډې د خلکو د غوښتنو په اړه له چارواکو سره خبرې کوي او د ولس ستونزې به هواروي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي چارواکو تر دې مخکې ټینګار کړی دی چې د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط د پاکستان وفاقي حکومت ایښی دی او له دې نه په شا کېږي. هغوی البته دریځ لري چې د امنیت، تعلیم او روغتیا په ګډون د سیمې د ولس د نورو غوښتنو پوره کولو ته ژمن دي او په دې اړه له پرلتوالو سره خبرې کوي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو د احتجاجیانو په خبره، لا یې هم غوښتنې نه دي منل شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بلوچستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG