د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: د انګور اډې او چمن له پرلتوالو سره ولاړ یو


منظور پښتين دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه پرلتوالو ته په وینا کې کړې دي.
منظور پښتين دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه پرلتوالو ته په وینا کې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د جنوبي وزيرستان انګور اډې پرلتوالو ته ویلي، تر څو چې يې د اسلام اباد لارې نه وي تړلې، تر هغې يې غوښتني نه منل کېږي.

منظور پښتين دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه پرلتوالو ته په وینا کې کړې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي.

د انګور اډې پرلتوال
د انګور اډې پرلتوال

منظورپښتین په خپله وينا کې زياته کړه چې دوي د چمن او انګور اډې له پرلتوالو سره ولاړ دي.

ده وویل،‌ "زه دا تجويز وړاندي کومه، د چمن خلکو ته هم او د انګور اډې خلکو ته هم چې موږ درسره يو چې اسلام اباد ته ورشو چې د ده د وزیر او جنرال سړکونه بند شي نو هله به هغوي په سمه توګه خبره واوري."

منظور پښتین د پاکستان پر واکمنو غږ وکړ چې که له افغانستان سره مسلې لري نو هغه دې له سفارتي لارې هوارې کړي او خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د ده په وینا، پر ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته اباد خلکو ته په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ کول ممکن نه دي.

د انګور اډې پرلتوال وايي له شاوخوا ۳ مياشتو وروسته يې هم حکومت غوښتنې نه دې منلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

دا احتجاج له هغې وروسته پیل شو چې پاکستاني حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د همهغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو لا هم د پرلتوالو په وینا، د دوی غوښتنې نه دي‌ منل شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ګڼ شمېر د تګ راتګ لارې دي او د انګور اډې لار یو له هغو ده چې وزيرستان له پکتيکا سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ شمېر خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

دا پرلتونه له هغه وروسته پیل شو چې پاکستاني حکومت د اکتوبر په مياشت کې افغانستان ته پر تللو ټولو لارو د پاسپوټ او ویزې درلودو شرط لازمي کړی دی.

پاکستان د خپلې دې تګلارې په دوام سره د جنورۍ پر ۱۳مه پر تورخم لاره د افغان ډرایورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.

د پاکستان د دې ګام په غبرګون کې افغانستان کې واکمنو طالبانو هم ورته ګام پورته کړې او بې له پاسپورټ او ویزې یې د پاکستانیو ډرایورانو پر ورتګ بندیز ولګاوی.

د دې له کبله د جنورۍ له ۱۳مې راهسې پر تورخم دروازه هر ډول تجارت ولاړ دی چې له کبله یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ په سامانونو بار ایسارې دي.

XS
SM
MD
LG