د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او کوټې ترمينځ لاره پر څلورمه ورځ هم تړلې ده


د چمن پرلتوال د چمن او کوټې ترمينځ لویه لاره د کوږک په غره کې تړلې ده. (انځور: ارشیف)
د چمن پرلتوال د چمن او کوټې ترمينځ لویه لاره د کوږک په غره کې تړلې ده. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د روان احتجاج له کبله د چمن او کوټې ترمينځ لویه لاره نن (د مې پر اوومه) پر څلورمه ورځ هم تړلې ده.

د احتجاج ګډونوالو د دې ترڅنګ په چمن کې د پاسپورټ دفتر او افغانستان ته د تلونکي هر ډول ټرانسپورټ مخه هم نیولې ده.

دوی وايي‌ د پرلت ترڅنګ پیل کړی دا احتجاج به یې تر هغه وخته روان وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

د پرلت مشر غوث الله احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل چې "افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د ټول پښتون قام مسله ده."

په عین حال کې د مې پر شپږمه په کوټه کې د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم د حکومت مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف او د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلت په ملاتړ، په بلوچستان کې د بدامنۍ، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د راخوشې کولو او د اتم فېبرورۍ په انتخاباتو کې د مبیینه درغلیو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی.

 د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د چمن پرلتوالو د پرلت تر څنګ دا نور احتجاج له هغه وروسته پیل کړ چې د دوی په وینا، ایف سي ځواک یې د مې پر څلورمه پر کېمپ برید وکړ.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا د هغوی خلاف دسيسه ده او ادعا يې وکړه چې دا کار پرلتوالو په خپله کړی خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د دوی په وینا، په هغه برید کې د ایف سي ځواک په ډزو یو تن ووژل شو او تر ۱۰ زیات ژوبل شول او ورسره د دوی د پرلت خېمې هم وسوځول شوې.

پرلتوالو وروسته د هغه تن مړی د چمن مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته کښېښود او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج پراخ کړ.

د پرلتوالو مشر مولوي عبدالمنان د مې پر څلورمه د احتجاج پر مهال ډېپټي کمېشنر ته په وينا کې ویلي وو چې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد دې مقدمه درج کړي.

د چمن د پرلتوالو وياند صادق اڅکزي د مې څلورمې پر ماخوستن له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړی وو چې دوی کله د غرمې ډوډۍ خوړلو ته تللي ول نو د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کیمپ برید وکړ، خیمې یې وروسوځولې او پر احتجاجیانو یې ډزې وکړې.

عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې د پرلتوالو په کیمپ کې اور لګېدلی وو او خیمې یې نړېدلې وې.

د مې څلورمې تر پېښې وروسته د چمن اوسېدونکو د پرلتوالو له کیمپ سره احتجاج وکړ او د حکومت پرضد یې نعرې ووهلې.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

په سیمه کې د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ لاريون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وایي چې د قانوني سفري اسنادو لرلو شرط د امنیت ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت او د چمن لاره له کندهار ولایت سره تړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG