د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه او خضدار کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ زخمیان دي


په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړۍ میاشت کې وشول. پخوانی انځور
په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړۍ میاشت کې وشول. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په کورمه او د بلوچستان په خضدار ښار کې په درې جلا، جلا بريدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ زخميان دي.

په کورمه کې چارواکي وايي چې د اپرېل پر اوومه دوه پېښې شوې دي چې په لومړۍ هغه کې په بای باس سړک د سپارلیو پر ګاډي نامعلومو کسانو ډزې وکړې او په بله هغه کې پر یو بل ګاډی کاڼې وويشتل شول.

د پاڼه چنار روغتون مشر مير حسن جان مشال راډیو ته وويل چې د اپرېل اوومه مازیګر مهال د پاړه چنار بای پاس سړک نامعلومه کسانو پر ګاډی ډزې وکړې او د دې پېښې په غبرګون ځینو پارېدلو کسانو د صدې پر بای پاس سړک پر بل ګاډي کاڼې وويشتل چې پکې دوه کسان زخمیان شول.

نوموړي زیاته کړه چې ګاډی له سپینې شګي څخه تري منګل ته روان وو چې ورباندې نامعلومو وسلوالو ډزې وکړې چې پکې دوه کسان ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. دده په خبره، زخمیان يې پېښور ته لېږدولي دي.

د کورمې د پوليسو مشر مشر نثار احمد د اپرېل پر اوومه نېټه د پېښو تصديق کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده څو ورځې وړاندې پر ډنډه سړک نامعلومو وسلوالو يو شيعه مسافر وژلی وو.

دا لومړۍ ځل نه دی چې په کورمه کې پر مسافروړونکو ګاډو بريدونه کېږی بلکې وړاندې هم دغسې پېښې په وار وار شوې دي چې ورسره زیاتره وخت مسلکي ترېنګلتيا زیاته شوې ده. په دې سيمه کې د تېر ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې له وجې هلته پر سړکونو تګ راتګ اغېزمن شوی وو او ولسونو لارې هم تړلې وې چې وروسته د دواړو لوریو ترمینځ د موافقې له مخې پرانیستل شوې.

په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړۍ میاشت کې وشول.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کورمه کې وسلوالو په یو ګاډي ډزې وکړې چې درې کسان پکې ژوبل شول. د جنورۍ پر څلورمه د ټل او پاړه چینار پر مرکزي سړک پر ټیکسي موټر پر ډزو کې یو تن ووژل شو.

په کورمه کې د تېر ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جنورۍ پر اوومه وسلوالو د سدې له پله سره نېږدې پر مرکزي سړک پاړه چینار ته پر روان ګاډي ډزې وکړې چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او یو ژوبل شو.

وسلوالو وروسته په هم هغه ځای کې پر یو بل مساپر وړونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پوځ یو سرتېری ووژل شو او بل ژوبل شو.

د جنورۍ پر اتمه پر ټل - پاړه چینار سړګ په یو ګاډي د وسلوالو په ډزو کې یو تن ژوبل شو.

پر ګاډو د ډزو پر ضد د سیمې خلکو وخت په وخت احتجاجونه کړي او په بریدونو کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر احتجاجونو وروسته، چارواکو هغه ویلي ول چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي او پر مساپر وړونکو ګاډو یې تر بریدونو وروسته د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون له مخې شاوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي دي.

تر دې وروسته پر مساپر وړونکو ګاډو د بریدونو لړۍ تر څه وخته پورې درېدلې وه.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

بلوچستان چاودنه

په بلوچستان کې چارواکي وايي چې د اپرېل پر اوومه ماخستن مهال په بلوڅ مېشته سيمه خضدار کې يوې چاودنې ۲ کسان وژلي او ۵ يې ژوبل کړي دي.

د خضدار مرستیال کمېشنر عارف زرکون ځايی خبريالانو ته وويل چې نامعلومو کسانو په موټر سایکل کې چاودېدونکي توکي اېښودلي ول چې له امله چاودنه وشوه.

د ده په وينا، چاودنه په عمر فاروق چوک کې وشوه او هغه مهال وشوه چې خلکو د اختر لپاره سوداوې کولې.

د برېد ذمه واري لا تراوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې. خو تر دې وړاندې د دغسې حملو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي منلې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG