د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي، ۳ ژوبل دي


په پاړه چینار کې د پاکستان پوځ سرتېري پر سړک پهره ورکوي - پخوانی انځور.
په پاړه چینار کې د پاکستان پوځ سرتېري پر سړک پهره ورکوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې وسلوالو پر مساپر وړونکو ګاډو بریدونه کړي دي چې پکې څلور تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د سدې د تاڼې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر اوومه وسلوالو د سدې له پله سره نېږدې پر مرکزي سړک پاړه چینار ته پر روان ګاډي ډزې وکړې چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او یو ژوبل شو.

د ده په خبره، وسلوالو وروسته په هم هغه ځای کې پر یو بل مساپر وړونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پوځ یو سرتېری ووژل شو او بل ژوبل شو.

د پولیسو چارواکی وايي چې په هغه حمله کې په ګاډي کې ناست یو ولسي وګړی هم ژوبل شوی دی.

پر دواړو مساپر وړونکو ګاډو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په کورمه کې له یوې مودې راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو حملې کېږي چې له کبله یې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې. د همدې په غبرګون کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د پیواړ د شیعه ګانو او د تنګي او میرمې سیمو د سنیانو ترمینځ نښته هم وشوه چې لږ ساعت وروسته امنیتي سرتېرو ودروله. په هغه نښته کې مرګژوبله نه وه شوې.

د جنورۍ پر درېیمه شپې ناوخته د ټل او پاړه چنار پر مرکزي سړک پر یو ټیکسي موټر په وسلوال برید کې د سدې یو اوسېدونکی وژل شوی وو.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر مساپر وړونکو ګاډو په دوو جلا، جلا بریدونو کې درې سنیان ژوبل شول.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د کورمې په درانیو سیمو کې وسلوالو له پاړه چیناره پېښور ته پر لاره د شیعه مساپرو پر ګاډي برید وکړ چې پکې یو تن ژوبل شو.

داراز، د ډېسېمبر پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په هنګو کې له پېښوره پاړه چینار ته پر تلونکي مساپر وړونکي ګاډي په برید کې دوه تنه ووژل او پینځه ژوبل شول. پولیسو وویل چې په برید کې شیعه ګانو او سنیانو دواړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

چارواکی وايي چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي خو وسلوال په تېښته کې بریالي شوي دي.

د کورمې پولیس وايي، پر مساپر وړونکو ګاډو یې تر بریدونو وروسته د عامه نظم زیانمنولو قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې شاوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

د کورمې شیعه او سني اوسېدونکو پر ګاډو د بریدونو پرضد مظاهرې هم کړې دي او مشرانو یې پر خلکو د ارام اوسېدو غږ کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG