د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د سپرليو پر ګاډي شوي بل برید کې ۱ تن ژوبل شوی دی


د پاړه چينار سړک - انځور له ارشیفه
د پاړه چينار سړک - انځور له ارشیفه

په کورمه کې په يو بل وسلوال برید کې يو تن ژوبل شوی او شيعه وګړيو د احتجاج په توګه د ټل او پاړه چینار ترمينځ مرکزي سړک د تګ راتګ لپاره بند کړی دی.

د کورمې پولیسو مشال راډیو ته تایید کړه چې د حشمت حسین په نوم د کړمان سیمې یو اوسېدونکی د جنورۍ پر اتمه پر بای پاس سړک په خپل ګاډي کې روان وو چې نامعلومو کسانو په ډزو ژوبل کړ. ډاکټران وايي، د نوموړي حالت له خطرې بهر دی.

په دې وروستيوو کې په کورمه کې پر ګاډو بریدونه زیات شوي دي چې شيعه او سني وګړي پکې په نښه کېږي. دغو حملو چې وسلوالې ډلې یې ذمه واري نه اخلي او د پولیسو پر ټينګار سربیره یې هم بریدګر نه دي‌ معلوم شوي، د شيعه او سني ډلو ترمينځ ترينګلتيا زیاته کړې ده. د مشال راډيو شمېرې ښيي چې په دې حملو کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر مياشتې بيا تر دې دمه له دواړو خواوو تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې شيعه وګړو د ټل او پاړه چينار ترمينځ لارې باندې د سفر نه کولو پرېکړه کړې ده. په پاړه چینار کې د شیعه ګانو يو مشر حاجي رووف حسین د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه د احتجاج په ډول شوې ده.

هغه زیاته کړه چې تر څو حکومت د لارو امنیت نه وي نیولی، چا ته به پر ټل - پاړه چینار مرکزي سړک د تګ راتګ اجازه نه ورکوي: "فی الحال زموږ طوري بنګش قوم دا پرېکړه کړې ده چې درې ورځې موږ ماتم اعلانوو. که دا سړک د حکومت وي نو امنیت دې ونیسي او که د بل چا وي نو بیا به موږ ځان ته خپل بندوبست کوو."

د کورمې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د جنورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د لارو امنیت یې نیولی خو که څوک پرې تګ راتګ نه کول غواړي نو هغوی یې په اړه څه نه شي ویلی. پولیسو دا هم ويلي چې د وروستيوو بریدونو پلټنې یې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اوومه، په دوو بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي ول. د سدې د تاڼې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ويلي وو چې د جنورۍ پر اوومه وسلوالو د سدې له پله سره نېږدې پر مرکزي سړک پاړه چینار ته پر روان ګاډي ډزې وکړې چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او یو ژوبل شو.

د هغه په خبره، وسلوالو وروسته په هم هغه ځای کې پر یو بل مساپر وړونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پوځ یو سرتېری ووژل شو او بل ژوبل شو. د پولیسو چارواکی وايي چې په هغه حمله کې په ګاډي کې ناست یو ولسي وګړی هم ژوبل شوی دی. پر دواړو مساپر وړونکو ګاډو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG