د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې اوسېدونکو د مساپر وړونکو ګاډو د امنیت غوښتنه کړې ده


د کورمې اوسېدونکو د مساپر وړونکو ګاډو د امنیت غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د کورمې یوشمېر اوسېدونکو، چې پکې ماشومان هم شامل ول، په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده او له حکومته یې په هغه ضلع کې د امنیت غوښتنه کړې ده. د جنورۍ ۱۴مې د مظاهرې ګډونوالو په وروستیو کې په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د وسلوالو حملو غندنه وکړه. په کورمه کې د هغو حملو ذمه واري څوک نه مني، خو له کبله یې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې. د مشال راډیو د ارقامو له مخې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې په بریدونو کې د دواړو خواوو تر ۲۵ پورې کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. چارواکی وايي چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي. د کورمې پولیس وايي، پر مساپر وړونکو ګاډو یې تر بریدونو وروسته د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون له مخې شاوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي دي. خو د کورمې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې اصلي بریدګر معلوم کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG