د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبان وايي په افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي


د افغانستان سپېرې ولسوالي چې پاکستانيوو الوتکو پرې بمبار کړی دی - انځور له ارشیفه
د افغانستان سپېرې ولسوالي چې پاکستانيوو الوتکو پرې بمبار کړی دی - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې پاکستانيو الوتکو په پکتيکا او خوست کې بمباري کړې او ۸ ولسي وګړي يې وژلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مارچ پر اتلسمه پر ایکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې تېره شپه شويو دې بریدونو کې د پکتيکا د برمل په لمنه کې ۶ تنه چې ۳ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي. د هغه په وينا د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې ۲ ښځې وژل شوي دي.‌

که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه رسمي بیان نه دی جاري کړی خو پاکستانيوو رسنيوو په خپلو راپورونو کې د سرچينو په اساس ادعا کړې چې په دې بمباريوو کې د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان، عبدالله شاه کور په نښه شوی دی. د رسنيوو تر مخه، په بریدونو کې د دغه قومندان ښځه، يو ماشوم او مور وژل شوي دي.

خو ذبیح الله مجاهد دا رد کړې او وايي: "عبدالله شاه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسېږي چې ورځنی تګ راتګ او ګڼې خپلویانې لري." هغه د خبرداري په ورکولو سره زیاته کړې: "داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي. د پاکستان نوی ملکي حکومت باید پرينږدي چې د پوځ څو تنه جنرالان په دې ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څېر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابه کړي. "

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د ذبیح الله مجاهد د بیان اوبمباريوو په اړه څه نه دي ويلي. البته د افغانستان لپارهد پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وينا په وخت دعوه کړې وه چې د ټي ټي پي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې غړو په افغانستان کې پناه اخیستې ده. په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه غبرګون نه وو ښولی خو په تېرو وختونو کې یې ويلي‌چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد کاريدو ته نه پريږدي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د بمباريوو په اړه په خبرپاڼه کې ويلي چې په نښه شويو ځایونو کې د دوی وسله وال موجود نه وو. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې جنګیالي یې په افغانستان کې نه بلکې په قبايلي سيمو کې دي نو ځکه په بمبارۍ کې د عبدالله شاه کور په نښه کېدل حقیقت نلري او پروپېګنډه ده.

دا بريدونه تر هغې وروسته شوي چې د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) په وينا، د شمالي وزیرستان د میرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او ورپسې په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژل شوي ول. پوځ دعوه کړې وه چې شپږ وسلوال يې هم وژلي ول. د بريد ذمه واري د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې منلې وه.

د مارچ پر ۱۷مه د دغو پوځيانو تر جنازې وروسته، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري رسنیوو ته وویل چې هېواد یې مشکوکو"ترهګرو" ته د ځواب ورکولو هوډ کړی دی.

تر دې وړاندې هم پاکستان په خوست او کنړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول. اسلام اباد په هغو بریدونو کې هم د پاکستانيوو وسله والو وژلو ادعا کړې وه خو طالبانو رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG