د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار او امیر خان متقي د سوداګرۍ زیاتولو په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو غږېدلي دي


د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د ترينګلتيا تجارت اغېزمن شوی دی ـ د جنورۍ ۱۵مې انځور.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د ترينګلتيا تجارت اغېزمن شوی دی ـ د جنورۍ ۱۵مې انځور.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیران د دوه اړخیزه اړیکو پراخولو لپاره پر ګډ کار کولو سلا شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مارچ پر ۱۶مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته پر اېکس لیکلي چې له افغانستان سره "د ارتباطاتو، سوداګرۍ، امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د خلکو ترمینځ د اړیکو پراخول یې له مهمو لومړیتوبونو یو دی."

بلخوا د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد د مارچ پر ۱۶مه پر اېکس لیکلي دي چې متقي، ډار ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې پر ډېورنډ کرښه د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو پر پیدا کولو خبرې وکړې.

دا په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لومړۍ رابطه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو اړيکې له یوې مودې راهیسې سړې دي.

پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

دا راز د طالبانو حکومت تور پورې کوي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي چې په سلګونو پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

د دواړو خواوو ترمینځ د ترينګلتيا له امله د خلکو تګ راتګ او تجارت هم اغېزمن شوی دی او تورخم دروازه د تېر کال په اوږدو کې څو ځلې تړل شوې او بیا پرانیستل شوې ده.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت اړیکې تر هغې وروسته هم اغېزمنې شوې چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پاکستان له خپلې خاورې د ټولو بې اسناده بهرنیانو، چې زياتره يې افغانان، د ايستلو اعلان وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې هغه بهیر پیل کړ.

تر هغې پرېکړې وروسته تر اوسه له پاکستانه له ۵۰۰،۰۰۰ زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG