د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د هېواد د وګړو له وژونکو او ایین نه منونکو سره خبرې نه کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یوه څنډه - پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یوه څنډه - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هېواد د ملکي وګړو او قانون پلي کوونکو ادارو د کارکوونکو او چارواکو په وژنه کې له ککړو او د هېواد ایین له نه منونکو اشخاصو او ډلو سره خبرې نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جولای پر ۲۷مه د اوونیزې خبري غونډې پر مهال له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو د امکان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر دې موضوع د پاکستان دریځ روښانه دی.

نوموړې وویل چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په خپل لومړي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د حکومت له وزیرانو او چارواکو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د همکاریو او اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې دا ډول خبرې اترې به دوام لري ځکه چې دا "یو بهیر دی" خو کابل ته یې د دراني د سفر د پایلو په اړه له نورو معلوماتو ډډه وکړه.

اصف درانی د جولای پر ۱۹مه تر هغې وروسته په درې ورځني سفر کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ تر وسلوال برید وروسته په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې ناقانونه ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه وکړه.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د اصف او پوځ تورونه رد کړل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جولای پر ۲۰مه د پاکستان له استازي اصف دراني سره د خبرو پر مهال وویل چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه ورځ په بیان کې وویل چې متقي دراني ته وویل، "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

XS
SM
MD
LG