د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف درانی ادعا کوي چې د ټي ټي پي زرګونه غړي افغانستان کې دي


اصف درانی په یوه انلاین غونډه کې وینا کوي - پخوانی انځور.
اصف درانی په یوه انلاین غونډه کې وینا کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دعوه کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې له ۵،۰۰۰ تر ۶،۰۰۰ پورې غړو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

نوموړي د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز په کوربه توب د "افغانستان سوله او پخلاینه: د پاکستان ګټې او د تګلارې واک" په نوم د بحث په ۱۲مه ناسته کې بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې که د هغو وسلوالو د کورنۍ غړي ورشامل شي نو ټول شمېر "۷۰،۰۰۰ ته لوړېږي."

د سولې مطالعاتو مرکز په بیان کې، چې مشال راډیو ته یې هم استولې، لیکلي چې دراني ناستې ته وویل چې اسلام اباد شواهد لري چې هند د خپلو افغان همکارانو په وسیله ټي ټي پي تمویلوي. "داسې ښکاري چې د [طالبانو] لنډمهالی حکومت د دومره لوی شمېر خلکو د ورځني لګښتونو د پوره کولو توان نه لري."

د طالبانو حکومت لا د دراني د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او د هغوی ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو په تېرو وختونو کې یې د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي دي.

هند هم په تېرو وختونو کې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او دریځ لري چې اسلام اباد په هند او د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې ترهګرۍ ته لمن وهي. پاکستان د نوي دلي دا تور ناسم بولي.

په بیان کې راغلي دي چې دراني په خپلو خبرو کې وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره په تېرو وختونو کې د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې دي چې هغه ناقانونه ډله نه تسلیمېدو ته تیاره ده او نه هم د پاکستان اساسي قانون مني.

د سولې مطالعاتو مرکز په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې سیاستوال او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک په خپلو خبرو کې وویل چې د کمزوري اقتصاد او سختدریځۍ په ګډون د پاکستان د ځینو مهمو ستونزو لامل د افغانستان په اړه د هغه هېواد ناقصه تګلاره ده.

ده وویل چې که اسلام اباد غواړي چې " له کړکېچه" خلاص شي نو په کار ده چې "خپله افغان تګلاره بدله کړي او خپلې پخوانۍ تېروتنې ومني."

د پاکستان د دفاع پخواني سېکرټر او پخواني جنرال خالد لودي غونډې ته وویل چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي د بهرنیو قوتونو تر نفوذ لاندې ده او همدا لامل دی چې هغه تګلاره د پاکستان د مهمو ګټو په خوندې کولو کې پاتې راغلې ده.

د واکمن مسلم ليګ (ن) سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ غړې ډاکترې ښایستې جدون د سولې مطالعاتو مرکز غونډې ته وويل چې کله یې هم ګوند واکمن شوی نو د افغانستان مرسته یې کړې ده.

هغې زیاته کړه چې اوسنی اېتلافي حکومت به له افغانستان سره پر تړلو ټولو چارو غور کوي.

په ناسته کې د بلوچستان پخواني اعلا وزیر او د نېشنل ګوند مشر ډاکتر مالک بلوڅ، د تحریک انصاف يو مخکښ علي محمد خان، د بلوچستان نېشنل پارټۍ ډاکتر جهانزېب جمالدينی، د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا مشر ډاکتر قبله ایاز او د سولې مطالعاتو مرکز مشر عامر رانا هم څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مارچ پر ۱۶مه له خپل پاکستاني سیالاسحاق ډار سره په ټېلېفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

اسحاق ډار له متقي سره تر خبرو وروسته پر اېکس په بیان کې لیکلي چې له افغانستان سره "د ارتباطاتو، سوداګرۍ، امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د خلکو ترمینځ د اړیکو پراخول یې له مهمو لومړیتوبونو یو دی."

اسلام اباد تر دې مخکې هم د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی دی د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ کې ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG