د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محسن داوړ د لیکلي کتاب "قوم کا مقدمه" مخکتنه وشوه


محسن داوړ غونډې ته وویل چې د دې کتاب لیکلو هدف یې د خپلې سیاسي او پارلیماني مبارزې په لیکلې بڼه قام ته رسول وو.
محسن داوړ غونډې ته وویل چې د دې کتاب لیکلو هدف یې د خپلې سیاسي او پارلیماني مبارزې په لیکلې بڼه قام ته رسول وو.

د فررورۍ پر څلورمه دې غونډه کې د ملي جمهوري غورځنګ غړو، د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ لیکلي اردو کتاب "قوم کا مقدمه" مخکتنه د میرامشاه په پریس کلب کې وشوه.

د فرورۍ پر څلورمه شوې دې غونډه کې د ملي جمهوري غورځنګ غړو، د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. د غونډې یو شمېر مشرانو د محسن داوړ د دې کتاب په اړه ویناوې وکړې او د هغه دا هڅه یې وستایله.

د پښتو ژبې لیکوال او څېړونکي ډاکټر محب وزیر مشال راډیو ته وویل، په کار وه چې پښتنو سیاستوالو له وړاندې داسې کارونه کړي وای. نوموړي وویل چې که داسې شوي وای نو نن به زموږ په ټولنه کې سیاسي او جمهوري پخوالی زیات وای.

د دې کتاب لیکوال محسن داوړ د ۲۰۱۸م کال له جولايي څخه د ۲۰۲۳م کال تر اګست میاشتې له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی پاته شوی وو. نوموړي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د دې کتاب لیکلو هدف یې د خپلې سیاسي او پارلیماني مبارزې په لیکلې بڼه قام ته رسول وو.

داوړ زیاته کړه: "دلته چې څومره ظلم شوی، له کومو ستونزو او حالاتو سره چې ولس مخ شوی، دا هر څه مو چې پارلیمان کې په ګوته کړي، غږ مو پورته کړی یا مو قانون سازي کړې ده. دا هر څه مو غوښتل چې خوندي او د تاریخ برخه شي او راتلونکی نسل په دې هر څه خبر وي."

محسن داوړ د غونډې پر مهال دا کتاب د غونډې په ګډونوالو ووېشی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ تر دې وړاندې په انګلیسي ژبه هم یو کتاب لیکلی وو. د هغه کتاب نوم (ډسپیچز اف ریزیلینس) وو چې نوموړي پکې خپلې بېلا بېلې لیکنې راغونډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG