د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د انتخاباتو پر مهال د ناامنۍ ۳ پېښې شوي


په خیبر پښتونخوا کې ښځې رایې کاروي - د فبرورۍ اتمې انځور.
په خیبر پښتونخوا کې ښځې رایې کاروي - د فبرورۍ اتمې انځور.

پولیس وايي چې د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې دوه بمي چاودنې او یو راکټي برید شوی دی چې ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د میرامشا پولیسو یوه چارواکي عمر خان مشال راډیو ته وویل چې هلته د یو نوماند انتخاباتي کارکوونکې (پولېنګ اېجنټانې) په ګاډي کې روانې وې چې د سړک تر غاړې بمي چاودنه وشوه خو هېچا ته زیان و نه رسېد.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ څوکۍ نوماند محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې د ده ښځینه انتخاباتي کارکوونکې د رایې اچونې مرکز پر لوري روانې وې پر ګاډي یې بمي چاوده وشوه. دی وايي تر پېښې وروسته یې هغه ښځې کورونو ته ولېږدولې.

دی وايي، دویمه چاودنه په ورېښم جان ښوونځي کې شوې چې پخوا د رایې ورکونې مرکز په توګه نومول شوی وو خو چارواکو وورسته بدل کړی وو نو ځکه پکې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

عمر خان زیاتوي چې په تپي کې وسلوالو یو راکټ توغولی چې په غره لګېدلی دی او پکې ځاني او مالي زیان نه دی شوی.

په تپي سیمه کې د انتخاباتي هلو ځلو له پیلېدو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر درېیمه په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

انتخاباتي بهیر څنګه ترسره شو؟

په شمالي وزیرستان کې ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینې نور ګوندونه او سیاستوالانو تور پورې کړ چې په تپي سیمه کې وسلوالو په پولېنګ سټېشنونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ووټرانو پرته نور هېڅوک رایې کارونې ته نه پرېښوول.

جمعیت علمای اسلام (ف) لا د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښانزېب دا دعوه ناسمه وبلله او مشال راډیو ته یې وویل چې ټول پولېنګ سټېشنونه د پولیسو تر ولکې لاندې ول، امنیت یې سم وو او د رایې اچونې بهیر پکې عادي روان وو.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې د هغې ضلعې په نورو ټولو برخو کې د ووټ اچونې عمل بې له خنډ او ځنډه پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG