د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې وسلوالو ۵ مزدوران وژلي دي


په جنوبي وزیرستان کې پولیس د وژل شویو او ژوبلو مړي روغتون ته د لېږدولو پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.
په جنوبي وزیرستان کې پولیس د وژل شویو او ژوبلو مړي روغتون ته د لېږدولو پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کوز جنوبي وزیرستان کې وسلوالو پینځه مزدوران وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.

د واڼه ښار تاڼې د پولیسو مشر الله نواز وزیر د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل هغه مزدوران د دژه غونډۍ په سیمه کې د پولیسو پوسته جوړوله او تر کار وروسته هم هلته ویده وه چې د ډېسېمبر ۲۲مې پر شپه شاوخوا دوه بجې وسلوالو وویشل. "دلته د پولیسو څوکۍ (پوسته) جوړېږي، دغه خلک ورسره مزدوران دي. دوی ویده ول چې وژلي یې دي. یو تن زخمي دی او پاتې پینځه وژل شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې پولیسو ژوبل کس او د وژل شویو جسدونه روغتون ته لېږدلي دي.

د مزدورانو د وژلو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وایي مقدمه یې لیکلي، پلټنې یې پیل کړی دي او د وسلوالو لټون روان دی.

تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې له حکومتي او امنیتي ادارو سره پر کارکوونکو باندې حملې شوي دي او ځینې یې تښتول شوي هم دي.

سږ کال د اګست پر ۱۹مه، د شمالي وزیرستان په شوال کې په يوه چاودنه کې له پوځ سره کارکوونکي ۱۱ مزدوران ووژل شول.

په وروستیو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان تر څنګ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پکې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه په ټانک او خیبر کې په بریدونو او نښته کې درې سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بريدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په نومبر مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زيات شو.

د راپور له مخې، تېره مياشت خیبر پښتونخوا تر ټولو اغېزمنه صوبه وه چې هلته ۵۱ بريدونو شوي ول چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي او ۸۱ ژوبل شوي ول.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG