عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په پاکستان کې عموماً د اختر په شپه بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي او خلک بېلابېل شیان اخلي. د هغه هېواد د رویت هلال مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه وویل چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به کوچنی اختر د مارچ پر ۲۱مه لمانځل کېږي. په دې ویډيويي رپورټ کې د راولپېنډۍ د یو بازار حال درکوو.
د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډی وايي، اسلام اباد هڅې وکړې چې په پاکستان کې د وسلوالو حملو مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت سره په خبرو نتیجې ته ورسېږي خو دا کار و نه شو. له نوموړي سره بشپړه ویډيويي مرکه وګورئ.
د پنجاب حکومت په لارو کوڅو کې د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې (رېړۍ يا ګاډې) ورکړې دي او د هغوی لپاره يې په ښارونو کې ځايونه ځانګړي دي.
په اسلام اباد کې د نرښځیانو په یوازینۍ مدرسه کې د نرښځیانو ترڅنګ عامو خلکو ته روژه ماتی برابرېږي. نرښځیان وايي، د جامو ګنډلو کاروبار لري او ورڅخه په ګټلیو پیسو بیا روژه ماتی تیاروي. دوی وايي، ځینې شتمن خلک هم ورسره د دې خیراتي چارې د ترسره کولو لپاره مرسته کوي. ویډيويي رپورټ.
د راولپنډۍ په کرتار پوره کې د خوراکونو بازار په روژه کې ټول خلاص وي او د پيشلمي لپاره پکې ګڼ ډول خواړه تيارېږي. دغه بازار ته د راولپنډۍ او اسلام اباد تر څنګ د نورو لرې پرتو سيمو خلک هم د پېشلمي لپاره ورځي
اسلام اباد کې د عیسیانو احتجاج
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په داسې وخت کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښتې کېږي، لا هم د خبرو اترو موقع لري. له مولانا فضل الرحمان سره بشپړه مرکه وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر وايي، له افغانستان سره د تجارت درېدل په پاکستان کې سوداګرو ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره تاوان رسوي. له کاظمي سره بشپړه مرکه وګورئ.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدله. په هغه مېله کې د پاکستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ بندېدو ولسونو ته لوی زیان رسولی دی نو ځکه د لارو ژر بیاپرانیستو هڅې اړینې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو کې کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له یوشمېر وزیرانو او چارواکو
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په یو امام باړه کې د شوي ځانمرګي په نتیجه کې د وژل شویو چنازې شوې دي. په دې برید کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان وو. داعش وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې ده.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په ترلايي کلان سیمه کې پر امام باړې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیس وايي، برید د فبرورۍ پر شپږمه د شیعه ګانو د جمعې لمانځه پر مهال شوی دی. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې هغه هېواد ته تللي ول. ده وویل، که پاکستان هغه افغانان په زور ولېږدوي نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي. بشپړه مرکه وګورئ.
شنونکي او پاکستاني پوځ له پخواني پوځي چارواکي برېګيډېر ريټايرډ سید نذیر سره په دې اړه مرکه کړې چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي منظم شوي او قوي شوي دي او که نه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو هغوی کمزوري کي دي؟ له سید نذیر سره بشپړه ويډيويي مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې د ښځو مېلې په نوم دوه ورځنی بازار لګېدلی وو چې پکې بېلابېل شیان خرڅلاو ته ایښوول شوي ول. هغه مېله د فبرورۍ پر لومړۍ پای ته ورسېده چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د مېلې هدف په کور کې دننه کارکوونکو ښځو ته د کاروبار موقع برابرول ول. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، په کنګل ژمي کې د خيبر له تيرا څخه خلک کډو کولو ته مجبورول په ولس کې ناهیلې خپروي.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د کتابتون مشر سید عابد حسین وايي، یو مهال به کتابتونونو ته ډېری خلک ورتلل خو اوس د خلکو پاملرنه کمه شوې ده.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په حکومتي اداره کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د څانګې مشره ډاکټر امنه خان وايي چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په تور ۲۰ کاله بدنامي يووړه.
د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشران اسلام اباد ته تللي دي. دوی له حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې ويلي چې که له افغانستان سره د چمن – سپين بولدک، تورخم او نورې لارې خلاصې نه شي نو د سوداګرو روان د ميليونونو ډالرو نقصان به لا ډېر شي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جونيير جناح ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ د بالغو نجونو او ښځو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی دی. په ښوونځي کې داسې ښځو ته د ځیرک موبایل په مرسته تعلیم ورکول کېږي چې په ټول ژوند کې ښوونځي یا سکول ته نه دي تللې. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
نور وښیئ