د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ، بلوچستان او د هغوی ستونځې




خدای نور ناصرـ مشال راډيو

کوټه:- د پاکستان په سهېل لوېدیځ لور کې پرته بلوچستان صوبه چي په رقبه کې ددې هیواد تر ټولو لویه هغه ده. او د پاکستان د ټولي رقبې ۴۴ سلنه برخه جوړوي چې دقدرتي زېرمو له پلوه د دغه ملک تر ټولو شتمنه ده.

ددې صوبې په اړه ځيني لیکوالان په خپلو لیکنو کې کاږي، بلوچستان تر مځکې لاندي له سرو زرو ډکه ده. خو ددې صوبې ماشومان په همدې سرو زرو په لڅو پښو ګرزي. او همداسي ددې صوبې وګړي له اولي ورځي راهیسي چي د پاکستان برخه جوړه شوې، ګیله من دي. خو دې ګیلو ماڼو هله د خپواکۍ یا آزادۍ ږغ ونیو، چي د بلوڅو سپين ږیری سیاستوال او د بلوچستان پخوانی ګورنر نواب اکبرخان بګټي په ۲۰۰۵ کال کې غرونو ته مخه وکړه، نوموړي د بلوڅو د آزادۍ په باب په ۲۰۰۴ کال کې ویلي وو..

(( هر کس غواړي چي آزاد او خودمختاره وي. هر تن غواړي چي خپل هر څه پخپله خوښه وکړي. او هر څه چي کول غواړي پخپله خوښه يې چي څنګه دی غواړي، باید وکړي. هیڅ څوک هم نه غواړي. چي د غلام په توګه ژوند وکړي))
لادرکه کسان هغه دي. چي د ریاست د استخباراتي ادارو له خوا تښتول کېږي. چي بیا جېل ته نه بلکې شکنجه /ټارچر ځايونه ته وړلکېږي. هغوي هلته سخت ځورول کېږي. وروسته يې ووژني او مړی يې ورغورځوي..
بلوڅ لیکوال او خبریال ملک سراج اکبر

تردې وروسته چي نواب اکبرخان بګټي برملا دبلوڅو د آزادۍ په اړه ویل. په ۲۰۰۶ عیسوي کال کې د پاکستان د پخواني امر جنرل ريټاير پروېزمشرف له خوا په عملیاتو کې ووژل شو. د هغه تر وژني وروسته ډېری بلوڅو د پاکستان پرضد په دې صوبه کې وسله واله مبارزه پېل کړه. سره له دې چي په بلوچستان صوبه کې حالات تر ۲۰۰۴ کال راپه دې خوا سم نه وو، خو د بګټي وژني ددې صوبې حالاتو ته په لګېدلي اوور د تېل پاشلو کار ورکړ. بلوڅ وسله والو د پاکستاني پوځ پرضد چریکې جګړه پېل کړه. چې لا هم روانه ده.

که يو پلو بلوڅ وسله والو په دې صوبه کې په هدفي وژنو پېل وکړ، نو بلخوا د بلوڅو ډېری ځوانان لادرکه کېدل شروع شوو. که يوې لوري بلوڅ وسله وال پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، نو بلخوا دبلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې امنیتي ځواکونه هم عملیات کوي. بلوڅان پر امنیتي ځواکونو تور لګوي چي ددوی بې ګناه کسان وژني. خو امنیتي ځواکونه وايي، وسله وال بلوڅ د بهرنيو هیوادو په خوله دلته جنګېږي. بلوڅ ملتپالي ادعا کوي ددوی د دیارلسو زرو په شاوخوا کې کسان لادرکه دي. دا کسان څوک دي؟ څوک يې لادرکه کوي؟ ددې پوښتني ځواب په امریکا کې میشت بلوڅ لیکوال او خبریال ملک سراج اکبر داسي ورکړ...


((لادرکه کسان هغه دي. چي د ریاست د استخباراتي ادارو له خوا تښتول کېږي. چي بیا جېل ته نه بلکې شکنجه /ټارچر ځايونه ته وړلکېږي. هغوي هلته سخت ځورول کېږي. وروسته يې ووژني او مړی يې ورغورځوي.))

د ملک سراج اکبر په څېر ډېری بلوڅ ملتپال ددوي د وګړيو د لادرکه کېدو او وژنو ذمه واره دپاکستان استخباراتي ادارې بولي. له دوی سره څه ثبوت دی. چي دا کسان د پاکستان استخبارات لادرکه کوي او بیا يې وژني. دبلوچستان نیشنل ګوند ویاند آغاحسن يې په ځواب کې مشال راډيو ته وویل...

په دې وروستیو کې د پاکستان د سینیټ کمېټۍ د بلوچستان د دورې پر وخت ویلي ووو د بلوچستان تر ټولو لویه ستونځه دبلوڅانو لادرکه کېدل دي. په همدې ستونځه د ورکو بلوڅو د کورنیو د احتجاج تر يوه کال زیات وخت وشو. چي نه يواځې په کوټه بلکې په اسلام اباد او کراچۍ کې يې هم احتجاجي کمپ لګولی. ددې احتجاج مطلب څه دی؟ او آیا په دې احتجاج يې يو کس هم موندل شوی که یه؟ ددوی په احتجاجي کمپ کې د يوه لادرکه بلوڅ میرغفار لانګو خور رخسانه بلوڅ وايي...

((تردې وروسته چي په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښي رواني وې. د بشري حقونو بېلا بېلو سازمانو په وار وار سره وویل. په بلوچستان کې په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونه کېږي. او هم يې غوښتنه کوله چي بشري حقوق تر پښو لاندې نشي.))

د بشري حقونو د بلوچستان يومشر طاهرحسین ايډوکېټ په دې لړ کې وویل..

((دبلوچستان په ستونځو هم صوبايي حکومت او هم مرکزي حکومت مکمل ناکامه شوی دی. دلته هر وخت د بشري حقونو سرغړونه کېږي.
))

په دې برسیره چي د بلوچستان په دې ناامنه وخت کې هم بلوڅ ملتپالو او هم د بشري حقونو سازمان د پاکستان حکومت او دهغوي استخبارات د ناامنۍ ذمه واره بلل. خو صوبايي او مرکزي حکومت دواړه دا تورونه ناسم بولي. په همدې لړ کې چي ملیشه ځواکونه یا استخبارات د بلوڅو په لادرکۍ او وژنو کې ککړ دي. دملیشه ځواکونو مشر میجر جنرل عبیدالله خان خټک په وار وار په خبري غونډو کې ویلي...

(( دا چي کوم پروپاګند دی. چي ریاستي ادارې د بلوڅو په لادرکه کېدو او وژنو کې لاس لري. غلط او بې بنیاده دي. امنيتي ځواکونه غواړي چي په هیواد کې امنیت ټینګ کړي او په ټولنه کې ثبات راولي.
))

له ۲۰۰۴ عیسوي کال ر اهیسي بلوچستان هره اوونۍ او هره میاشت د ناامنۍ د پېښو شاهد وو. خو په دې اته کلنۍ دوره کې د پاکستان د حکومت له خوا د بلوچستان پر ستونځو عملي قدم يو هم پورته نه شو. او په دې وروستیو کې لومړی امریکا ددې صوبې په حالاتو د تشویش څرګندونه وکړه او وروسته د کانګرېس له خوا په واشنګټن کې اولسي اورېدنه وشوه. د امریکا په کانګرېس کې د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه قرارداد وړاندي شو. چي بلوڅ ملتپالو پرې د خوشالۍ څرګندوني وکړې او د پاکستان حکومت يې پرضد سخت درعمل څرګند کړ.
XS
SM
MD
LG