د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۴۳ مېلیونه یورو بشري مرستې اعلان کړې دي


اروپايي ټولنه وايي په مرستو کې دواګانې هم شاملې دي - پخوانی انځور.
اروپايي ټولنه وايي په مرستو کې دواګانې هم شاملې دي - پخوانی انځور.

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د کډوالو د بحالۍ، د هرات د زلزله ځپلو د مرستې او د ښځو د ژوند ښه کولو لپاره شاوخوا ۱۴۳ مېلیونه یورو لګوي.

د افغانستان لپاره د ټولنې شارژدافېیرې رافایلا یودېچې د ډېسېمبر پر دویمه پر اېکس پاڼه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې په هغو پیسو درمل، پاکې اوبه، خواړه او د ژمي مواد برابرېږي.

یودېچې زیاته کړې چې د ۱۴۲.۸ مېلیونه یورو له مرستې څخه په کور د ناستو ښځو د اقتصاد ښه والي لپاره هم کار اخیستل کېږي.

په اکتوبر کې د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې په زلزلو کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لسګونه زره خلک یې ځپلي ول. هغې زلزلې تر ټولو زیات زیان په هرات ولایت کې اړولی وو.

اروپايي ټولنې د نومبر پر ۳۰مه پر خپله ووبپاڼه د هغو مرستو په اړه بیان هم خپور کړی وو چې پکې راغلي دي چې دا پیسې د هغو ۱.۲ اربه یورو د مرستو برخه دي د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اعلان شوې وې.

طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو ته دوام ورکړی دی او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د ښځو د کار نه کولو له کبله د افغانانو کورني اقتصاد ته لوی زیان رسېدلی دی.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد هم خراب شوی دی او د روزګار موقعې کمې شوې دي او ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ورباندې په بېلابېلو وختونو کې اندېښنې ښوولې دي او وايي چې په هغه هېواد کې د بشري بحران د لا ژورېدو او د بېوزلۍ زیاتېدو خطر دی.

د هغوی په ګډون ګڼو هېوادونو او سازمانونو هم له طالبانو غوښتي دي چې پر ښځو او نجونو دې بندیزونه لیرې کړي، خو طالبانو دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او دا هر څه کورنۍ مسله بولي چې پکې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت وايي د نجونو د زده کړو لپاره پر کړنلارې جوړولو او د مناسب چاپېریال پر برابرولو کار کوي خو دا نه وايي چې په دې لړ کې یې څومره پرمختګ کړی دی او کله به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG