د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیونارډ زولو: افغانستان لا هم له بېړني حالته نه دی وتلی


په کابل یو تن بې وزلو ډوډۍ ورکوي - انځور له ارشیفه
په کابل یو تن بې وزلو ډوډۍ ورکوي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر لیونارډ زولو وايي چې دوی افغانستان ته تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګوري.

لیونارډ زولو دا څرګندونې د دیسمبر پر څلورمه د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې کړې دي. د بلجیم د اي یو ابزرور په نامه خبري ویبپاڼې خبر ورکړی چې لیونارډ زولو د ۲۰۲۱زکال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په اړه وویل چې " افغانستان لا هم له هغه بېړني حالته نه دی راوتلی."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اوس مهال له هغو افغان کډوالو سره د مرستې په بېړنۍ چارو بوخت ده چې د پاکستاني حکومت له خوا د نومبر له لومړۍ نېټې په زور خپل هیواد ته ستنول کېږي. د زولو تر خبرو مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو چارواکو په افغانستان کې د خوړو کمي او غریبۍ زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG